IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران ملت له دې هوښيار دے چې د دښمن په چَلونو وغولیږی

21:26 - January 08, 2013
د خبر لمبر: 2477565
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران ستر لارښود وويل چې د راتلونكو پرتمينو ټاكنو د مخنيوی لپاره د دوښمن يوه نقشه هم دا ده چې خلك د ټآكنو په ورځو كې په سياسی ، اقتصادی يا امنيتی ماجراء كې ګرم وساتی خو د ايران ملت تر دې هوښيار دئ چې د دوښمن په چلولونو وغولیږی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی نن سهار د قم ولايت د زرګونو خلكو په ټول كې ټينګار وكړ په ايران كې د ولس مشرۍ د ټاكنو په ۱۱ پړاو كې د پرديو د موخو تكتيكونو او رودو په روښانه كولو سره زياته كړه دا ټاكنې به په هماغه ورځ تر سره كیږی چې ورته ټاكل شوې وی او ټول هغه كسان چې د ټاكنو په اړه توصیې كوی بايد پوه وی چې په دې لاره كې د دوښمن د موخو له پر ځایښت سره مرسته ونه كړی .
د رهبرۍ معظم مقام په هغو كسانو په نيوكې سره چې خلكو ته تلقين كوی ټاكنې په لازم ډول سالمې نه دی زياته كړه دا ډول رفتار او ويناوې د مستكبرو دولتونو د موخو له پرځایښت سره مرسته كوی او څرګنده ېې كړه ټاكنې بايد سالمې او په پوره امانت دارۍ تر سره شی او ټول دولتی او غير دولتی مسئولين بايد د قوانينو په رعايتولو تقوا او پاكوالی سره سالمې ټاكنې تر سره كړی .
حضرت آيت الله خامنه ايی هغو لارو چارو ته په اشارې سره چې د ټاكنو د ښه تر سره كيدو لپاره وړاندې شوې دی زياته كړه دې لارو چارو او قوانينو ته پايبندی د ټاكنو د روڼوالی ضمانت كوی خو هغه كسان چې غواړی له غير قانونی لارو عمل وكړی لكه په ۸۸ يم كال كې ېې چې وكړ او د خلكو د مزاحمت او د ځان د بدبختۍ او بدمرغۍ لامل شول نه شی بريالی كيدلای .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی په ټاكنو كې ګډون يو حق او دنده وبلله او زياته ېې كړه د ملت هر فرد چې په اسلامی جمهوری نظام باور لری او اساسی قانون منی غواړی له خپل حقه ګټه واخلی يا خپله دنده تر سره كړی او په دې منځ كې داسې كسان هم وی چې غواړی خپل صلاحيتونه د خلكو د ټاكنې په وړاندې كیږدی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ولس مشرۍ د ټاكنو د كانديدانو په اړه هم وويل هغه كسان چې غواړی كانديد شی بايد د كار د دروندوالی د درك كولو تر څنګ په ځان كې هغه صلاحيتونه هم ولټوی چې د اساسی قانون ساتندويه شورا د هغوی لپاره وضع كړی دی هغوی څرګنده كړه د ولس مشرئ كانديدان بايد له زړه نه اساسی قانون ته پايبند وی او وغواړی چې په حقيقی ډول اساسی قانون پلئ كړئ ځكه په دې برخه كې ولس مشر ته قسم وركول كیږی او طبعی ده چې هغه په درواغو قسم نه شی خوړلای .
د رهبرۍ معظم مقام په دوام كې د ايران د بنديزونو لګولو لپاره د استكباری دولتونو يوالی ته هم اشاره وكړه او څرګنده ېې كړه مستكبران د تير پر خلاف په صراحت سره اعتراف كوی چې له بنديزونو موخه د ايران د ملت ستړی كول ، د اسلامی جمهوری نظام په وړاندې د خلكو تحريكول ، پر مسئولانو فشار او بلآخره د مسئولانو د دریځونو بدلون دے خو د اسلام اصولو انقلاب او ملی درناوی ته د ايران د ملت ګروهنه ورځ په ورځ ډيریږی چې دا په سم ډول د دوښمنانو د غوښتنې مقابل ټكے دے .
1168349
captcha