IQNA

ايت الله جنتی: د بحرين مظلوم خلك دې پوهـ شی چې راتلونكې د هغوی ده

18:10 - January 11, 2013
د خبر لمبر: 2478716
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل چې د بحرين مظلوم خلك دې پوهـ شی چې راتلونكې د هغوی ده هغه همدارنګ زياته كړه چې په ايران كې د ولسمشرۍ د راتلونكو ټولټاكنو ترسره كېدل د ايران د اسلامی جمهوريت له اساسی قانون سره سم وبلل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب، آيت الله احمد جنتی د ايران د ولسمشرۍ د راتلونكو ټولټاكنو د څنډې ته كولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت د نظام ځينو بهر ميشتو مخالفينو هڅو ته په اشارې سره وويل چې آزادې ټولټاكنې، په راتلونكو ټولټاكنو كې د مخالفينو داصطلاح كلۍ ده.
ښاغلی آيت الله جنتی په عين حال كې وويل چې د اسلامی ايران خلك، هوښيار او فكرمن او د تېرو كالو په شان، د اسلامی ايران په حساسو انقلابی ډګرونو كې په شتون سره به د دښمن فتنې شنډې كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدارنګه په بحرين كې د آل خليفه رژيم د مخالفينو د سوله ييزو لاريونونو د ځپلو د غندلو ترڅنګ ټينګار وكړ چې د بحرين مظلوم خلك دې پوه شی چې راتلونكې د هغوی ده او ظلم او سرزوری به دوام ونه كړی.
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله جنتی په عراق كې د وروستيو سياسی تاوتريخوالو په اړه هم وويل چې امريكا او اسراييل په عراق كې په فتنې اچولو پسې دی او غواړی چې په دې هېواد كې جګړه او نا امنی دود كړی.
ښاغلی جنتی ټينګار وكړ چې د عراق خلك بايد هوښيار و اوسی او په وحدت او يو زړه توب سره د دښمنانو د دسيسو د پلی كېدو خنډشی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدارنګه په سوريه كې د تښتول شويو ايرانيو زيارتوالو په آزادولو كې ددغه هېواد ددولت د مرستې او ملګرتيا ستاينه وكړه.
1169853
captcha