IQNA

په پاكستان كښې د شيعو د وژنې جرړې، د امريكې رول زيات دی كه د عربستان؟

19:31 - January 14, 2013
د خبر لمبر: 2480209
نړيواله ډله: د شيعو وژل يو داسې موضوع دی چې نن سبا د پام وړ دی، خو له ټولو مهمه خبره دا ده چې په دې كښې د چا لاس زيات دی ايا د سلفيه وهابيانو لاس كه د امريكې لاس.
كه په پاكستان كښې د شيعو عام وژنو ته پام وكړو نو ګورو چې دا عام وژنه له كله راهسې شورو شوه اوجهنګوی او د وهابيانو نور تنظيمونه د چا په وخت كښې وروځل شو او طالبانو ته د شيعو په خلاف تر بيت وركړې شو، اول د هغه له هغه وخته شورو شو چې ضياء الحق حكومت په لاس كښې واخست، د هغه په وخت كښې دې سلفيانو مخپرتګ وكړ او د عربستان دولت ورسره مرسته وكړه او اوس یې هم ورسره كوی.
د پاكستان د بلوچستان صوبې د مركز كویټه ښار شيعه مسلمانانو په تيرې پنجشبې ورځې د لشكر جهنګوی ترهګرې ډلې په د ريو بم چاود نو كښې كابو سل (۱۰۰) خپلوان له لاسه وركړی وو او په دغه ستر جنايت اعتراض كښې یې د خپلو خپلوانو دمړيو خاورو ته له سپارلو ډډه كړی وه او په عملدار واټ (ALAMDAR ROAD) كښې یې پرلتې وهلی وې. په دغه پرلتې (SIT IN) كښې دماشومانو او ښځو په شمول په زرګونو شيعه مسلمانانو له سخت ساړه سره سره ګډون درلود او ستر نړيوال انعكاس یې درلود او دپاكستان دكویټه دشيعه مسلمانانو په ملاتړ كښې دپاكستان داكثرو ښارونو شيعه مسلمانانو او حتی په لويدیځو هيوادونو كښې هستوګنه شيعه مسلمانانو هم اعتراضونه وكړل او پرلتې یې ووهلې. نن هم په پاكستان كښې دشيعه علماو لخوا دكویټه دتيرې پنجشنبې ورځې ددريو (۳) ترهګرو بم چاودنو دعواملو په نه نيول كيدا اعتراض كښې عمومی كاربنديز اعلان شو. دترهګرو ددغه ستر جنايت پراخ انعكاس او خپلو ښاريزو ته دپاكستان دحكومت پام نه كول اسلام اباد دې ته اړ كړ چې لومړی وزير راجا پرويز اشرف كویټه ته لاړ شی او دپر لتې وهونكو په ټول كښې دخواخوږۍ دڅرګندولو په ترڅ كښې د بلوچستان صوبې د حكومت د ړنګيد ا او د والی يا ګورنر لخوا د حكومت د چلولو (GOVERNOR RULE) حكم وركړی. كه څه هم د پاكستان د بلو چستان صوبې ګورنر يا والی ښاغلی ذوالفقار مګسی چې د دغه هيواد د پخوانی ولسمشر پرويز مشرف پاتی شونی د ی د هغو حملو په باره كښې چې په تيرو څو كلونو كښې د كویټه ښار د شيعه مسلمانانو پرضد وشوې غلی وو حتی د پاكستان د سترې محكمې په حكم یې چې د فساد او عد م صلاحيت په خاطر یې د بلوچستان صوبې حكومت ړنګ اعلان كړ هم اعتراض كړی وو.
شناندی او كارپيژاند د پاكستان د بلوچستان صوبې د حكومت ړنګيد ل چې د كویټه د شيعه مسلمانانو د سخت اعتراض په نتيجه كښې ترسره شول د امنيتی حالت د ښه كيد ا په لور يو مثبت ګام ګڼی. كه څه هم د پاكستان د بلوچستان صوبې له ګورنر څخه چې په تيرو څو كلونو كښې په دغه هيواد كښې د ترهګرو ډلولخوا په ترسره كيد ونكو جنايتونو غلی وو هیڅ هيله نه كیږی چې كوم كار ترسره كړی. خو د پاكستان د بلوچستان صوبې د كویټه د شيعه مسلمانانو مقاومت د ټول هيواد خلكو او حكومتی چارواكو ته دغه احساس وركړ كه چيرې خلك اراد ه وكړی هیڅ قد رت د هغوې مخه نشی نيولای. په همدې خاطر د پاكستان د بلوچستان صوبې د كویټه د شيعه مسلمانانو مقاومت او استقامت د ټول هيوا د خلكو ته هيله وركړی د ه كه چيرې د هغو جنايتونو او ظلمونو په وړاندې چې د پاكستان د ځينو حكومتی چارواكو او دغه راز د پاكستان د جاسوسۍ اد ارې ايی ايس ايی په ملاتړ سره د ترهګرو لخوا ترسره كیږی ودریږی كولای شی ترهګر په خپلو سپيرو دسيسو كښې ناكامه كړی.
حتی هغه دپردې شاته خارجی او داخلی عوامل چې دترهګرو ملاتړ كوی هم دكویټه دشيعه مسلمانانو له استقامت څخه ويریږی او كه چيرې په راتلونكی كښې دشيعه مسلمانانو داعتراضونو دغه بهير دوام ولری دهغوې ناولی او منحوسې څيرې به ښكاره شی. ځكه چې دترهګرو هدف دا وو چې دپاكستان شيعه مسلمانان به دعكس العمل په توګه ورانكار فعاليت وكړی خو د پاكستان د كویټه ښار شيعه مسلمانانو د خپلو خپلوانو مړيو خاورو ته له سپارلو په ډډه كولو سره له همد غو مړيو سره يوځاې د كویټه په علمد ار واټ كښې سوله ايزې پرلتې وهلې او احتجاج یې وكړ او له حكومت څخه یې وغوښتل چې د ترهګرو پرضد عمليات وكړی او كویټه پوځ ته وسپاری. چې دغه د پاكستان د شيعه مسلمانانو لپاره يوه ستر بريا او د هغو كسانو لپاره ستره ماتی وه چې غوښتل یې د پاكستان د شيعه اوسنی مسلمانانو ترمينځ جنګ رامينځته كړی. د شيعه مسلمانانو وژله كلونه كلونه كیږی په پاكستان كښې د لشكر جهنګوی او سپاه صحابه د ترهګرو ډلو لخوا د اسلام د د ښمانانو په وسيله د شيعه او سنی ترمينځ د جنګ د رامينځته كولو په هدف سره د وام لری. خو د پاكستان په كویټه ښار كښې د خلكو وروستۍ وژلې نه يوازې په پاكستان كښې د شيعه او سنی مسلمانانو بلكې په ټوله د نيا كښې د خلكو زړونه د رد ولی د ی چې د شهيد شويو كسانو د كورنيوغړی څرنګه له هیڅ ډول فيزيكی عكس العمل پرته په سوله ايزډول د خپلو خپلوانو له جنازو سره يوځاې په ډير سخت ساړه كښې په واټونو كښې كينستل او په دغه سوله ايز احتجاج سره یې د ظالمو بد رانو د ظلم ماڼۍ نسكوره كړه. كه چيرې نور مسلمانان يعنی اهل سنت هم چې د وحد ت خبره كوی په دغه پرلتې وهلو كښې له شيعه مسلمانانو سره يوځاې كيناستلی شايد نن سبا به نه يوازې په بلوچستان صوبې بلكې په ټول پاكستان كښې هغه كسان چې د ترهګرۍ ملاتړ كوی يا د ترهګرۍ په وړاند ې غلی د ی نسكوريد ل. د ويلو د ه چې په پاكستان كښې د اهل سنتو جوماتونه او سپیڅلی ځايونه هم د د غو ترهګرو ډلو له شر څخه په امان كښې نه د ی.
1171090
captcha