IQNA

په پاكستان كښې د شيعو وژنه د فتنې د پراختيا په غرض ترسره كیږی

20:22 - January 15, 2013
د خبر لمبر: 2480914
نړيواله ډله: د لبنان حزب الله، پرون ماځیګر د مرغومی د مياشتې په 25 نیټه، د پاكستان په كویټه ښار كښې د شيعو د شهادتونو په يوې اعلامیې كښې وغندل او د دې كار غرض یې په مسلمانانو كښې د فتنې پراختيا وښود.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د المنار اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې زياتی كښې له سلو زيات شيعه شيهدان شوی او له 200 زيات كسان په كښې ژوبل شوی دی چې دا د دې تندرو او تكفيری ډلو د امريكې او اسرائيل د غرضونو د پوره كولو او په مسلمانانو كښې د فتنې زياتولو لپاره يو چل دی.
په دې بيانیې كښې راغلی دی چې د كویټې دا چودنې د عراق، سوریې او افغانستان په څير دی چې په كښې د بې ګناه ښاريانو وينه تويیږی.
د لبنان حزب الله په اخر كښې د شيهدانو كورنو ته تسليت ويلې دې او د ژوبلو لپاره یې دعا غوښتې او د پاكستان له حكومته یې غوښتی دی چې د دا ډول ظلمونو د مخنيوی لپاره عملی قدم اوچت كړی او عاملان یې وپيژنی او ویې نيسی او ورته سزا وركړې شی.
1171717
captcha