IQNA

احمدی نژاد: د شام ملت به د دښمنانو د دسيسو په وړاندې بريالی شی

19:01 - January 16, 2013
د خبر لمبر: 2481565
د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر احمدی نژاد، په تهران كښې د سوريی له لومړې وزير وائل الحلقی سره په كتنه كښې، وويل صهيونست رژيم، آمريكا او لويدیځ د سوريی ملت او حكومت ته د ګوزار وركولو لپاره سره يو شوی دی، خو د سوريی ملت له په دغو درستو دسيسو برلاسی شی او د ډګر بريالی به وی .
د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر احمدی نژاد وويل ايران او سوريه ګډ ایډيالونه او دښمنان لری، دښمنانو دواړو هيوادونو ته د ګوزار وركولو لپاره غږمله پلانونې كړی، خو دواړو هيوادونو د ملتونو ټينګ هوډ او اراده به د استكبار د نظام درستې دسيسې شنډې كړی .
د ايران ولسمشر په سوريه كښې د تاوتريخوالو د ختمولو لپاره د سوريی د ولسمشر بشارالاسد طرحې ته اشاره وكړه او ویې ويل ايران له هرې هغې طرحې ملاتړكوی چې په سوريه كښې تاوتريخوالې پای ته ورسوی ، د وحدت لامل شی او د سوريی د خلكو په غوښتنه وی .
د سوريی لومړې وزير هم په دغه كتنه كښې د ترهه ګرو په وړاندې د دغه هيواد له ملت او حكومت څخه د ايران د مرستو او ملاتړ قدرونه وكړه او ویې ويل د سوريی ملت او حكومت ډاډمن دی چې د دښمنانو په دسيسو او ترهه ګرو به برلاسی شی .
د سوريی لومړی وزير بیګا د يوه لوړ پوړې پلاوې په مشرۍ تهران ته راغلی او د اير ان له لوړو پوړو چارواكو سره به نن خبرې اترې وكړی
1172395
captcha