IQNA

ايت الله خاتمی: امريكا په نړۍ كښې د ټولو ترهګرو ډلو مشره ده

18:29 - January 18, 2013
د خبر لمبر: 2482008
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې د لمانځه خطيب ايت الله خاتمی امريكا په نړی كې د ترهګرو تر ټولو مهمه ملاتړې بلكې مشره معرفی كړه .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې د لمانځه خطيب آيت الله خاتمی د ترهګرو په لاس په پاكستان، عراق او شام كې د مسلمانانو د وژلې په محكومولو سره وويل : ترهګر د امريكا په مالی او پوځی مرسته په سيمه كې د واشنګټن د موخو ترسره كولو لپاره جنايتونه كوی.
ښاغلی خاتمی زياته كړه : د ځينو عربی هيوادونو مشران هم په سيمه كې د امريكا له هدفونو او جنايتونو څخه ملاتړكوی په شام، عراق او پاكستان كې جنايتونه تر سره كوی .
د تهران د جمعې د لمانځه خطيبښاغلی خاتمی د سيمې د ملتونو مقاومت او درېدنه د دښمنانو د دسيسو پر وړاندې د هغوی بريا وبلله او ویې ويل چې د دښمنانو له مينځه تلل نږدې دی.
هغۀ وويل نړيوال استكبار او صهيونست رژيم له اسلام سره مخالف دی او په سيمه كې د اسلامی ویښتيا له پراختيا څخه اندیښنه لری چې له همدې امله یې په سيمه كې د مسلمانانو يووالی او وحدت په نخښه كړی دی.
ښاغلی خاتمی دغه راز په ايران كې د ولسمشری له لسم پړاو ټاكنو وروسته د ۸۸ كال فتنې ته اشاره وكړه او ویې ويل : دا فتنه او فساد چې له بهره هدايت شوی ؤ په وخت او موقع د ايران د ملت په شتون سره د مرغومی د مياشتې د نهمې نېټې په حماسه كې خنثی شوه.
آيت الله خاتمی همدغه راز خلك د روان كال د سلواغې يا د لوې د مياشتې د۲۲ په لاريونونوكې د تېرو كلونو په څېر پراخه ګډون ته راوبلل او ویې ويل د ايران ملت به په ميليونی شتون سره يوځل بيا د انقلاب او د ايران د اسلامی جمهوريت پر ضد د دښمنانو ټولې دسيسې شنډې او خنثی كړی .
نوموړی په راتلونكی كال كې د ايران د ولسمشری يولسم پړاو ټاكنوته اشاره وكړه او زياته یې كړه په ايران كې ټاكنې تل سالمې، قانونی او په پرتمين ډول ترسره شوې دی او د ايران خلك د اسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته تر ديرشو ځلونو زيات د رايو د صندوقونو په لور تللی دی او دا ځل به بيا هم د تېر په څېر په پراخه برخې اخيستنې سره نظام او انقلاب ته خپله ژمنتيا ثابته كړی.
1173351

captcha