د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری چينل العالم یې نقلوی چې په دغه سيمينار كې ويناوالو د اسلام دګران پيغمبر د پړاؤ د پاتې آثارو د نابودولو لپاره د عربستان د آل سعود كورنۍ د اقداماتو په وړاندې د اسلامی ټولنو او نړيوالو اورګانونو په چوپتيا سخته خواشينی ښودلې ده.
د اينډيپينډينټ ورځپآڼې خبريال جروم ټيلر په دغې غونډې كې ويلی دی څیړنې ښئ چې په حجاز ټاټوبی كې د اصيلو اسلامی آثارو د تباه كولو پروګرام يو پلان شوے اقدام دے او د وهابيت د آيئډيالوژۍ سر چينه اخلی .
هغه چې په تيرو څو كلونو كې ئې په عربستان كې د اسلام د تاريخی آثارو د تباه كيدا په باب پراخې څیړنې كړی دی زياته كړې، داسې ښكاری د آل سعود واكوالان هڅه كوی د اسلام د سركينو وختونو د پاتې آثارو په له مينځه وړلو سره نړۍ ته د اسلام د دين د بيلګې په توګه خپل وهابی تفكر او ليدتوګې وړاندې كړی چې دا ډيره خطرناكه خبره ښكاری او په دې باب د عربستان وهاپی تفكره شهزادګانو ډيرې پيسې هم لګولے دی چې بايد اسلامی ټولنې او نړيوال اورګانونه په دې اړه جدی او سملاسی اقدامات وكړی .
ټيلر وويل له بده مرغه تر دې دمه د آل سعود كورنۍ د حضرت فاطمه جومات، د حضرت ابوذر جومات، د حضرت خديجه بی بی كور، د اسلام د ګران پيغمبر د مور حضرت آمنه بنت وهب مقبره، دحضرت حمزه مقبره، په جده كې د حضرت حوا مقبره، په مدينې كې د پيغمبر اكرم كور، د حضرت امام علی كور ، دارالاحكام او دغه راز د جنت البقيع د ځينو برخو په شمول په لسګونو تاريخی ځايونه او جوماتونه نابودكړی دی .
هغه وويل هغه مسلمانان چې د اسلام دګران پيغمبر په شان كې د سپكو فلمونو اوكارټونونو په جوړيدا سخت اعتراضونه كوی بايد د حضرت محمد مصطفی د دوران سره ا ړونده ميراث د نابوديدا په مقابل كې دې چوپتيا ونه كړی او په دې اړه دې سخت اعتراضونه وكړی.
1173338