د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم چينل یې نقلوی چې د بحرين د اسلامی عمل غورځنګ يوه مسئول مقام هشام الصباغ وويل پرون هم د بحرين د منامې په بيلابيلو سيمو كې پراخې غونډې شوی چې نن په درست هيواد كې د كرامت جمعې په نامې سره سترې مظاهرې ترسره كړی .
هغه زياته كړې پر بحرين د واكمن آل خليفه رژيم ځواكونو د نن ورځې له ولسی مظاهرو سره د مقابلې لپاره په بيلابيلو سيمو او ښارونو كې د پلټنې پستې جوړې كړی دی او دا په داسې حال كې دی چې انقلابی ډلې ټينګار كوی چې نن به د بحرين له بيلابيلو ښارونو اوكلو د پلازمينې منامې په لور خوځیږی او د خپلو حقه غوښتنو تر پوره كيدا پورې به د آل خليفه رژيم په ضد خپل پاڅون ته دوام وركوی.
1173272