IQNA

سردار فيروز ابادی د نړۍ مسلمانان يوالی او وحدت ته راوبلل

20:41 - January 26, 2013
د خبر لمبر: 2485938
سياسی ډله: سردار سرلښكر حسن فيروز آبادی د اسلام د ګران پيغمبر ص د نيكمرغه ميلاد او د وحدت د اوونۍ په مناسبت په خپل پيغام كې د نړۍ د اسلامی هيوادونو ځوانانو ته توصيه وكړه چې د اسلامی امت د نيكمرغۍ او لوړاوی لپاره اختلافونه پریږدی او د اسلامی نړۍ د وحدت او يوالی لپاره هلې ځلې وكړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د وسله وال ځواك له عمومی روابطو ادارې یې نقلو چې د ايران د وسله والو ځواكو لوی درستيز ښاغلی سردار سرلښكر حسن فيروز آبادی وويل په اختلافی مسايلو كې بايد قران كريم او د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم سنتو ته مراجعه وكړی او د دوښمنانو په ګټه يو د بل پر ضد ناوړه تبليغات ونه كړی .
په پيغام كې راغلی د نړۍ مسلمانان بايد خپل اصلی دوښمنان يهود او نصارا وپيژنی او په با خبره ډول دوست او دوښمن او لاره او ګودر سره بيل كړی
1177274
captcha