د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، سردار وحيدی وويل د فلسطين دفاع د مسلمانانو دنده ده او له نورو اسلامی هيوادونو سره د ملګرتيا لپاره د اسلامی ايران لومړيتوب هم د مستكبرانو په وړاندې د مظلومانو دفاع ده .
د ايران دفاع وزير روښانه كړه اسلامی هيوادونه بايد د دريمې درجې قدرت نشی بلكې بايد په يوه بشپړ سنبال قدرت بدل شی او اجازه ورنكړی يو تيریګر هم په اسلامی هيوادونو د تيری فكر ونه لرل شی
سردار وحيدی د اسلامی هيوادونو د وحدت په اهمیّت په ټينګار سره د اسلامی نړۍ نننۍ موقيعيت غوره وباله او وې ويل قرآن كريم د ټول بشريت لپاره نور، هدايت او رحمت دے
هغه هم دا راز له ظلم او استكبار سره مقابله مسلمانانو ته د قرآن كريم يو مهم درس وباله او ټينګار ئې وكړ د مشركانو او كافرانو مظهر نن سبا امريكا او صهونيسټ رژيم دی .
سردار وحيدی د دې خبرې په كولو سره چې اسلامی ايران تل د اسلامی نړۍ پر وحدت او له صهونيسټ رژيم او نړيوال استكبار سره په مبارزې ټينګار كړی وويل ۳۳كاله كیږی چې ايران د سلطې له نظام سره په مستقيم ډول په جنګ كې دی او هیڅكله به هم د استكبار په وړاندې سرټیټی ونه كړی، اسلامی ايران د پوځی تجهيزاتو له پلوه له يوه لوری سره هم اړونده نه دی او د ايران پوځی نظريه له خپل ځان سره اړونده ده.
1178636