IQNA

ډاكټر علی لاريجانی: د شام مسايل د سخت دریځه ډلو د كړچار بېلګه ده

17:38 - January 27, 2013
د خبر لمبر: 2487023
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی، د شام مسايل د سخت دریځو ډلو د كړچار بېلګه وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر، علی لايجانی پرون په تهران كې د ايت الله تسخيری د قدرونې په غونډه كې وويل، د اسلامی نړۍ تر ټولو ستره ستونزه، د سخت دریځو كسانو پورې اړونده ده، چې اسلام ته سطحی كتنه لری او د اسلام مختلفې څانګې د كفارو جز ګڼی او هغوی د اسلامی نړۍ لپاره تر هغو ستونزو ستر دی چې بهرنيان یې د مسلمانانو لپاره رامينځته كوی.
ښاغلی لاريجانی د دې په بيانولو سره چې دغه ډلې پېسې او رسنۍ هم په واك كې لری، زياته یې كړه چې د سوریې مسايل د دې سخت دریځ فكر بېلګه ده، ځكه چې دا كسان د خبرو اترو او بحث اهل نه دی.
آيت الله علی تسخيری ۲۱ كاله د مذهبونو د نږدې كېدو د ټولنې منشی و چې په دې وخت كې یې د دينونو او مختلفو اسلامی فرقو په نږدې كېدو كې ارزښتمن رول لوبولے دے
1178190
captcha