IQNA

صالحی: ايران د مالی شخړې له حل سره د هر ډول امداد ته تيار دے

17:38 - January 27, 2013
د خبر لمبر: 2487026
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهورت خارجه وزير علی اكبر صالحی بیګا د ايتوپی په پلازمينې كې آديسا آبابا كې د خبريالانو په ټول كې وويل اسلامی ايران د ناپیّلی غورځنګ د پړاويز مشر په توګه په مالی هيواد كې د شخړې له حل سره د هر ډول مرستې لپاره له افريقائی اتحادئې سره د ملګرتيا لپاره چمتو دے
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهورت خارجه وزير علی اكبر صالحی چې د افريقائی اتحادئې په شلمې سر مشريزې كې د ګډون لپاره ايتوپيا ته په سفر تللی په مالی هيواد كې د انسانی وضيعيت خرابيدا ته په اشارې سره روښانه كړه بايد زر تر زره په مالی هيواد كې د وينو د بهيدا مخنيوی وشی
د ايران خارجه وزير په مالی هيواد كې پوځی لاسوهنو او د مخالفو ډلو خوځښتونو ته په اشارې سره زياته كړه اسلامی ايران هم له افراط پالنې سره مخالف دے او هم د نورو هيوادونو په چارو كې د پوځی لاسوهنو سره هم مخالف دی .
ښاغلی صالحی هم دا راز د افراطی ډلو په وړاندې د لويدیځ د سياست دوه ګوڼوالی او ګډ وډو دریځونو په نيوكو سره ټينګار وكړ په داسې حال كې چې لويدیځ په سورئې كې د افراطی او ترهه ګرو ډلو ملاتړ كوی خو په مالی هيواد كې د دغو ډلو په وړاندې دريدلی دے، بايد د مالی هيواد په ځير شخړې په دقت او ځيرتيا سره وڅیړل شی او ریښه ئې ولټول شی كه په دې زمينې كې ټول لوری په صادقانه ډول هڅه وكړی نو ستونزې او مسئلې حل كيدلی شی.
1178610
captcha