سياسی ډله: د ايران د اسلامی د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې د اسلامی وحدت په نړيوال دوه ورځنې كنفرانس كښې په يوه وينا كښې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت مباركی وويله او زياته یې كړه الله تعالی انسانان د دښمنۍ او مقابلې لپاره نه دی پيدا كړی ،انسان پيدا كړای شوی دی څو په ملګرتيا، يووالې او وحدت سره د ټول بشريت لپاره نيكمرغه ژوند جوړ كړی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی احمدی نژاد وويل د نړۍ او سيمې اوسنۍ ستونزې او چيلنجونه،وحدت او له اختلافی مسئلو ډډې كولو ته اړتيا لری ،هغه كسان چې په سلطه غوښتنې او قدرت غوښتنې پسې دی ،هیڅكله له هغو كسانو سره نه شی يوځای كيدلای ،چې په نړۍ كښې دخدای او د خدای د واكمنئ لپاره هڅې كوی . د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد ټينګار وكړ د وحدت اصل ،بايد د اخلاص او الهی حكمونو په چوكاټ كښې وی ،څومره چې اخلاص زيات وی ،همدومره وحدت او يووالی هم لوړ دی .
همدغه راز يو بل خبر وايی چې د اسلامی وحدت په نړيوال كنفرانس كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد لخوا د خدمت لومړی درجه مډال د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله تسخيری ته وركړل شو .
1178614