IQNA

احـمدی نژاد: نړيوال اسكتبار د ايران له ترقۍ ويریږی

19:37 - February 16, 2013
د خبر لمبر: 2497376
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر د صهيونست رژيم او د نړيوال استكبار د تالی څټو په لاس په لبنان كې د ايران د بيا رغاونې د كمیټې د مشر حسن شاطری شهادت وغانده.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، شهيد حسين شاطری تيره سه شنبه له دمشقه د بيروت په لور د تګ په وخت په صهيونسټ رژيم پورې تړلو ترهه ګرو شهيد كړ.
د لبنان د بيا رغاونې كمیټه د لبنان د ځينو سيمو په بيا رغاونه د څارنې دنده په غاړه لری چې د لبنان د حزب ا... په خلاف د صهيونسټ رژيم په درې ديرش ورځنې جنګ كې ورانې شوې وې.
ښاغلی محمود احمدی نژاد د حسن شاطری د شهادت پّ مناسبت په يو پيغام كې وويل : نړيوالې ترهه ګرۍ د استكبار او نړيوالې صهيونسزم په سازش سره د اسلامی ايران له ترقۍ د ويرې په وجه يو ځل بيا د خپل تالی څټو په وسيله حسن شاطری شهيد كړ .
همدا راز د ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی هم د حسن شاطری د شهادت پّه مناسبت تسليت ووايه .
1188981
captcha