IQNA

په لبنان به هر ډول يرغل او تېری ډېرې بدې پايلې ولری

12:43 - February 17, 2013
د خبر لمبر: 2497778
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله چې پرون ېې د مقاومت د شهيدو شوو مشرانو د لمانځنې په مراسمو كې ويناكوله وويل چې د صهيونست رژيم ټول هوايی ډګرونه، بندرونه د بریښنا بټی د حزب الله توغندی او راكټ په نښه كولای شی او كه چېرې د تل ابيب چارواكی كږ ګام واخلی نو د دوی په له مينځه تلو به تمام شی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار خبری چينل یې نقلوی چې د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله د فلسطين له مقاومت څخه د ملاتړ په اړه وويل په لبنان كې مقاومت د فلسطين د خلكو قوی ملاتړی دی او اسرائيل له لسګونو كلونو نيواك او اشغالګری وروسته په نږدې راتلونكې كې په له مينځه تلو محكوم دی.
ښاغلی سيد حسن نصر الله په دې اړه چې مقاومت دصهيونست رژيم لويه طرحه ناكامه كړه او هيلې یې راوټوكولې وويل : په لبنان كې مقاومت د فلسطين له مقاومت څخه ملاتړ وكړ ترڅو له دې لارې دفلسطين ملت وكولای شی دمقاومت له لارې خپل حقوق ځمكه او سپیڅلتياوې بېرته ترلاسه كړی.
د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله هم دا رنګه د سوریې وضيعت ته په اشارې سره وويل له سوریې څخه لبنان ته د هر هغې موضوع لیږد چې د جګړې لامل كیږی يوه تېروتنه او د لبنان په ګټه نه ده.
1189627
captcha