د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، سردار وحيدی په دوام كې وويل د سمندری ځواك له ساحله په سمندر كې ويشتونكی توغندی دښمن په ليرې پراتو سواحلو كې هم راګيرولی شی او هغوی له سيمې وتلو ته مجبوره ولی شی چې دا د مونږ د ملت لپاره ستر وياړ دے.
ښاغلی سردار وحيدی روښانه كړه د اسلامی ايران د پوځ د سمندری ځواك لرواټنه او كروز توغندی د دښمنانو لوئې بیړۍ په نخښه كولی شی چې دا د ايران د اسلامی جمهوريت د سمندری قدرت او اقتدار سبب ده.
د ايران دفاع وزير ښاغلی سردار وحيدی په دې باب د امريكائی پوځی كارپيژاندو نظرونو ته په اشارې سره چې د نړۍ راتلونكی به د آسيا په لاس كې وی زياته كړه امريكائی شناندی په دې اند دی چې دغه هيواد به په راتلونكی كې د قدرتونو يوه برخه وی او تش په نامه زبر ځواك به د ځوړتيا په لور لاړ شی.
1190898