IQNA

د بحرين د جمعيت "الوفاق" په عراق او پاكستان كښې د بم چاودنې محكوم كړې

20:43 - February 21, 2013
د خبر لمبر: 2500299
نړيواله ډله: د بحرين د قومی او سياسی ګوند "الوفاق" په پاكستان او عراق كښې په شيعه مسلمانانو د ترهګرو بم چاودنې او عمليات په كلكه وغندل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز "الصوت المنامہ" یې نقلوی چې د بحرين قومی ګوند الوفاق په يو بيان كښې په بغداد كښې د بم چاودنې په غندلو سره اعلان وكړ چې د بې ګناه مسلمانانو قتلول په هیڅ بهانې هم روا نه دے او د دې تر سره كوونكی ته انسانان نه شو ويلې ځكه چې د ځناورو كار ده نه د انسان كار كيدای شی او د دې كارونو سرچينه عقل نه شی كيدای.
د الوفاق ګوند په بيانې كښې هم دا راز راغلی دی چې هغو د پاكستان په كویټۀ كښې په شيعه مسلمانانو بم چاودنې هم غندلی دی چې له امله یې سل كسان ټپيان شوی دی هم د قربانيانو كورنيو سره د خواخوږی څرګندونه وكړه او له پاكستان حكومت یې وغوښتل چې د داسې پیښو مخنيوی دې وكړی.
1192021
captcha