IQNA

سردار جعفری: د اسلامی نظام دښمنان دې د ايران د قدرت پر اساس د خپل چلند بيلګه بدله كړی

20:27 - February 24, 2013
د خبر لمبر: 2501782
سياسی ډله: د ايران د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار محمد علی جعفری نن په فارس خليج او عدن سمندر كې د سپاه پاسدارانو د سمندری ځواك په توغنديو سنبالو كشتيو د ليدنې پر مهال له اسلامی ايران سره په مقابلې كې د نړيوال استكبار ناكامۍ ته په اشارې سره وويل د اسلامی ايران دښمنان دې خپل اټكلونه او د چلند بيلګې د ايران د اسلامی جمهوريت د قدرت او موجوده واقيعيتونو په اساس بدل كړی او ګواښونه دې پریږدی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د ايران د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار جعفری د دې خبرې په كولو سره چې د اسلامی ايران دفاعی سټراټيجۍ قدرتمنې، البته ثبات بخښونكی دی زياته كړه، ايران د دنيا پر سټراټيجيكو زيرمو تسلط لری او د نړۍ اقتصاد د دې برخې د ساتونكی په توګه د سيمه ايزو قدرتونو په اپوټه د سيمې د امنيتی ثبات په فكر كې دی.

د ايران د ساتندويه ځواك عمومی قوماندان هم دا راز د ايران په جنوب ختیځ كې د ديره عملياتی او اطلاعاتی كنډكونو په ليدنې او هم دا راز د دغې سيمې د ځينو پرګنو له مشرانو سره د ليدو په وخت وويل، د ايران د جنوب ختیځ په دغې سيمې كې د امنيت ولسی كول د دغې سيمې د امنيت ضريب نوره هم زياتوی.
1194189
captcha