د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی ارشاد او كلتور وزير محمد حسينی په قم ښار كښې د اخلاق او دين د نړيوالې غونډې په پاې مراسمو كښې وويل د ايران ضد سينما فيلم واقعيت ته پاې بند نه دی او حتی د لويدیځو سياستوالانو غوسه یې هم له ځان سره لرلی ده.
د ايران دغه مسول وويل د ارګو په نوم د ايران ضد فيلم چې هیڅ هنری ارزښت نلری د يوه غوره فيلم په توګه معرفی كیږی چې وكولای شی تبليغاتی اړخ ولری او په نورو هيوادونو د امريكا او د هغې د ملګرو حملې توجيه كړی.
د ايران د اسلامی ارشاد او كلتور وزير محمد حسينی په دې خبرې سره چې لويدیځ تر اوسه نه دی توانيدلی هغه ادعاګانې چې د اخلاق په باره كښې یې كړی دی په خپل كړچار كښې رعايت كاندی ډاګينه كړه لويدیځ هيوادونه د اسلام او ايران د نامناسبې څيرې د وړاندې كولو لپاره له بيلا بيلو اوزارونو استفاده كوی.
دايران داسلامی ارشاد او كلتور وزير ټينګار وكړ بايد د تجسمی هنرونو، تئاتر او فيلم په شان له اوزارونو په استفادې سره د خپلو مسلمانی اخلاقو د معرفی كولو هڅه وكړو چې د لويدیځو هيوادونو لخوا له اسلام څخه د خلكو د ويرولو هڅه شنډه كړو .
د ارګو په نوم د ايران ضد يوه فيلم ته د اسكار په دستورو كښې د كال د ترټولو ښه فيلم د جايزې وركول يو ځل بيا وښودله چې د امريكا د سرګرميو د صنعت په مركز هالی ووډ كښې سياست په هنر غلبه لری.
1196166