د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د ايران د راډيو او ټيلی ويژن ادارې د سلامت او تماشا په نوم د نويو ټيلی ويژن چينلونو د پرانيستلو په دستورو كښې په سپوږمكيو د ايران د ټيلی ويژن چينلونو په بندولو كښې د لويدیځو هيوادونو كړچار ته په اشارې سره وويل هغوې به له دغو كړچارونو سره ونه توانیږی د دنيا خلكو ته د ايران د ملت د انسانی او الهی پيغام د رسولو خنډ شی.
د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد دغه راز له ډيموكراسۍ ، ازادۍ او بشری حقوقو څخه په ناوړه استفادې سره د عمومی افكارو دپام دجلبولو لپاره دنړيوال استكبار درسندويو دچلولونو او هڅې په باره كښې وويل دايران راډيو او ټيلی ويژن اداره بايد له سلطه ګرانو سره دتفكر په جنګ كښې خپل فعاليتونه نوی كړی چې وكولای شی دغو ټولو چلولونو ته ځواب وويل شی .
د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد په دې خبرې سره چې د يران راډيو او ټيلی ويژن اداره له ګوند، سایټ او ويبلاګ سره فرق لری او دهغه مقام ډير لوړ او ديوه ملت او مكتب بيلګه دی ټينګار وكړ ددرې ديرشو( ۳۳) خپلواكه چينلونو او د شلو (۲۰)عمومی شبكو لرل دايران دراډيو او ټيلی ويژن ادارې دارزښمنو فعاليتونو نښه ده .
د اسلامی ايران ولسمشر كلتور او دانسان جوړول دايران دراډيو او ټيلی ويژن ادارې بل پروګرام وباله او ډاګينه یې كړه نن سبا رسنۍ دخلكو په ژوند كښې مهم او اغيزشيندونكی رول لری چې نشتون به یې دټولنې په حالاتو كښې دګډوډۍ سبب شی .
1197372