د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز سپاه نيوز یې نقلوی چې ښاغلی سردار صفوی هم دا راز زياته كړه امريكا او ځينی اروپائی هيوادونه به چې په شام او ځينو نورو هيوادونو كې د بلواؤ او تاؤتريخوالو عوامل دی، له همدغو ترهه ګرو له خوا به له سختو ګوزارونو سره مخ شی.
د اسلامی ايران دغه پوځی مقام هم دا راز ټينګار وكړ په سيمې كې اسلامی مقاومت له يوه پراخ او ژور هویّته برخمن دے او همدغه مقاومت اجازه نه وركوی، پردی خپلو انسان ضد موخو ته ورسیږی.
1197400