IQNA

احمدی نژاد: د شام د ملت د برياليتوب او عزت لاره، قومی خبرې اترې دی

20:58 - March 03, 2013
د خبر لمبر: 2505490
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، د شام د خارجه وزير وليد معلم سره په كتنې كې د شام د ملت د برياليتوب او عزت لاره يوازې ملی خبرې اترې اعلان كړې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر د ويب پاڼې ېې نقلوی چې د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د سوریې د بهرنيو چارو له وزير، وليد المعلم سره په كتنه كې،په سوريه كې د تاوتريخوالی پر بندولو اود ملی خبرو اترو د پيلولو پر اړتيا په ټينګار سره وويل چې ملی خبرې اترې او روغه جوړه، د سوریې د كړكيچ ختمولو او ددغه هېواد د ملت د عزت او برياليتوب يوازينۍ حل لاره ده.

د ايران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر د رپوټ له مخې، احمدی نژاد وويل چې بايد په سوريه كې تاوتريخوالی او لاسوهنې بندې شی او دواړه لوری په خبرو اترو سره روغې جوړې او تفاهم ته ورسېږی او دغه انسانی او هوښيارانه لاره ده چې ژر تر ژره بايد پيل شی.

د ايران داسلامی جمهوريت ولسمشر په ډاګه كړه، بايد هغه كسان چې پر وسلې او تېريو په تكیې سره پر انسان وژنه لاس پورې كوی او له دې سره په يووخت كې د ډيموكراسۍ شعارونه پورته كوی، بې وسلې شی.

ولسمشر احمدی نژاد هيله څرګنده كړه چې په سوريه كې ژر تر ژره امنيت او ټيكاو رامنځ ته شی تر څو ددغه هېواد خلك وكولای شی چې بيارغونه پيل كړی او خپل عادی ژوند ته مخه كړی.

د سوریې د بهرنيو چارو وزير، وليد المعلم هم په دې كتنه كې وويل چې سوريه د امريكا په مشرۍ له پراخې نړ يوالې دسيسې سره مخ ده او صهيونيسټ رژيم هم له دې دسيسې ناسمه استفاده كوی.

د سوریې د بهرنيو چارو وزير پرون له ايرانی چارواكو سره د كتنې او د مهمو سيمه ييزو په ځانګړې توګه ددغه هېواد د بدلونونو په اړه د خبرو اترو په موخه تهران ته راغلی دی.
1197672

captcha