د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم خبری مركز یې نقلوی چې ويل كیږی چې يادې چاودنې د شيعيانو يوه مسجد ته څېرمه شوی چې پكې وژل شوی او ټپی شوی كسان ټول شيعه او لمونځ كونكی دی.
دا پداسې حال كې ده چې تر دې دمه پاكستانيو پوليسو په دې چاودنو كې د وژل شوو كسانو شمېر ۲۳ او دټپيانو ۶۰ تنه ښودلی ؤ.
د كراچی د پوليسو مشر وايی دا بمونه په دوو موټر سيكلونو كې ځای پرځای شوی ؤ چې له ليرې د ريموټ كنټرول په وسيله چاودنه وركړل شوې ده.
د پاكستان روغتيايی سرچينې وايی چې د ځينو ټپيانو روغتيايی حالت د اندیښنې وړ دی كيدا ی شی چې د قربانيانو شمېر نو رزيات شی.
تردې دمه كومې ډلې د دې چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخيستې
1198409