د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر، ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ، حماس د سياسی دفتر له مرستيال، موسی ابومرزوق سره په كتنه كې، د فلسطين او قدس شريف آزادی يوه مكتبی او دينی مسئله وبلله او ویې ويل چې آن كه چېرې د فلسطين د موضوع په اړه دينی كتنه هم شتون ونه لری، فلسطين د ټولې سيمې او نړۍ لپاره يوه برخليك ټاكونكې موضوع پاتې شوې ده او نن د ټولې سيمې برخليك د قدس شريف له آزاديدو سره تړلی دی.
ښاغلی احمدی نژاد پردې په ټينګار سره چې د صهيوينسټانود شتون فلسفه تر پوښتنې لاندې ده، زياته یې كړه چې صهيونيسټان نور د خپل تېریګر دریځ څخه لوېدلی او نن د هغوی هڅې يوازې د خپلې شته وضعې څخه دفاع ده چې البته په دې ډګر كې به هم بريالی نه شی.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر احمدی نژاد همدارنګه ددې په بيانولو سره چې په غزه كې د مقاومت برياليتوب له مؤمنانو څخه د خدای ج د ملاتړ ګواهی وركوی، زياته یې كړه چې كه د مقاومت د ايمان روحيه وساتل شی ډېر ژر به ټول فلسطين آزاد شی او دا د خدای وعده ده چې انكار نه شی ترې كيدای.
ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل چې د ايران ملت به تل او تر وروستۍ شيبې پورې په وياړ سره د فلسطين د مظلوم ملت په څنګ كې ولاړ وی او رښتينی برياليتوب نږدې دی.
1199133