د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... محمد علی موحدی كرمانی په خپلو خطبو كې د ايران په ضد دلودیځی هيوادونودغير منطقی بنديزونو زياتيدا ته په اشارې سره وويل دبنديزونو په ظاهره پلمه ایټمی موضوع ده، حال دا چې داسلامی ايران د دښمنانو اصلی موخه داسلامی نظام په مقابل كې د خلكو درول دی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب په عين حال كې ټينګار وكړ د دښمنانو د تصور په اپوټه دسلواغې په ۲۲نیټه داسلامی انقلاب د بری په څلورديرشمې كليزې كې په ولولناك اوپرتمين لاريون كې دخلكو پراخ ګډون وښودله ولس دايران اسلامی جمهوری نظام او دهغو آئیډيالونو ته پابند دی
آيت ا.... موحدی كرمانی همداراز داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره درهبرۍ دخبرګانو دشورا داستاذو پرونۍ كتنې ته اشاره وكړه او په راتلونكو انتخاباتو كې ئې دخلكو دولوناك ګډون دضرورت په باب ټينګار وكړ
دتهران دجمعې لمانځه خطيب همداراز په پاكستان كې داهل تشيع دوژلو ددوام په محكوم كولو سره ددغه ډول تاؤتريخوالو دعاملانو په سملاسی نيولو اوسزا كولو ټينګار وكړ . هغه همداراز ټول تقوا ته په بللوسره زياته كړه الهی تقوايوه مهمه اسلامی موضوع ده او انسان دتقوا په سرمائې سره ځان دشيطان له شره ژغورلی شی او تقوا په بركت سره خداوندمتعال يادولی شی ،تقوادانسان دژوند په ټولو مرحلو كې لازمه ده او په دغې سرمائې اوپانګې په تكیې سره انسان له خورا واړې خطرې سره هم نه مخامخیږی
1200864