IQNA

احمدی نژاد: انسان ټولې وجودی ښكلاوې په جومات كښې ورایښت مومی

20:13 - March 16, 2013
د خبر لمبر: 2511972
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژإد جومات د انسانی ټولنې د هدايت لپاره الهی ډالۍ وبلله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد نن د ټول ايران د جوماتونو د كلتوری او هنری ټولنو له منتخب شويو كسانو سره په كتنې كښې په دې خبرې سره چې د جوماتونو حقيقی ابادونه د خدای پاك جل جلاله په كور كښې د عبودت د روح ژوندی كول دی وويل جوماتونه د بشر د ژوند د انسانی، ټولنيز او كلتوری منظمتيا لپاره يوه بيلګه ده.
ښاغلی احمدی نژاد په دې خبرې سره چې د جوماتونو اړخونه د انسان د وجود له اړخونو سره يو ځاې پراخیږی په دې ډول چې د انسان ټول اصلی ضرورتونه له دې لارې د تامينيدا وړ ووسی وويل جومات د عبوديت ، توحيد ، ولايتمداری او له كامل انسان سره د بلدتيا او د نړيوال حكومت د تمرين ځاې دی. 1205021
captcha