د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، داسلامی ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د نوروز اختر په څلورم (۴) نړيوال جشن كښې چې دتركمنستان په پلازمينې عشق اباد كښې دلسو هيوادونو دلوړرتبه مسولانو په شتون سره ترسره شو په يوې وينا كښې وويل په عمومی ملګرتيا او تعامل سره دخپلو هيوادونو ګټې او دسيمې سوله او امنيت تامينولای او ددنيا دپرمختګ او امنيت لپاره ګام پورته كولای شو .
د ايران ولسمشر زياته كړه د سيمې ټول هيوادونه بايد ځير ووسی چې بده مخينه لرونكی استعمار ونشی كولای په سيمه كښې نوی اډه لاس ته راوړی او يا دخيرغوښتنې او دوستۍ په نوم دملتونو لپاره ناامنۍ رامينځته كړی او دملتونو په ګټو او خپلواكۍ يرغل وكړی .
د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد ډاګينه كړه مستكبران دهيوادونو ترمينځ دجنګونو د اورو په بلولو او دمشكلاتو په رامينځته كولو سره هڅه كوی له خپلو داخلی كړكيچونو دعمومی افكارو پام بلې خوا ته واړوی .
د اسلامی ايران ولسمشر په دې خبرې سره چې كولای شو په خپلو انسانی اوطبيعی وړتياو تكیې سره دخپلو ملتونو په پرمختګ كښې ديوه بل ملاتړی ووسو وويل دسپرلی او نوروز كلتور او جغرافيايی پيوستون له وړاندې څخه زيات د سيمې هيوادونه يو بل ته نږدې كوی .
د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد دغه راز دنوروز اختر دجشن دترسره كولو لپاره دتركمنستان د ملت ، حكومت او ولسمشر دمنننې په ترڅ كښې ويل په هر نوروز كښې دوستيانې نوی كیږی ، ملګرتياوې زياتیږی او دملتونو په ګټه د اړيكو په پياوړتيا كښې لوړ افقونه ښكاره كیږی .
1206373