IQNA

په لندن كې د قران اتم نړيوال سيمينار تر سره كیږی

21:22 - March 30, 2013
د خبر لمبر: 2514016
نړيواله ډله: د قران دوه كلنۍ نړيوال اتم سيمينار د «قرآن: متن، ټولنه او كلتور» تر عنوان لاندې د لندن پوهنتون د د افريقايی او ختیځو مطالعاتو ښوونځې (SOAS) لخوا تر سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «soas.ac.uk»، یې نقلوی چې دا سيمينار د د اسلامی مطالعاتو استاذ او د قران پاك مترجم پروفيسر ښاغلی «محمد عبدالحليم» او د لندن پوهنتون د افريقايی او ختیځې مطالعاتو د ښونځې د عربی ادبياتو استاذ ښاغلی «هلن بلثرويك» (Helen Blatherwick) په همكارۍ سره تر سره كیږی.
دا سمينار د روان ميلادی كال د نومبر د مياشتې له شلمې نیټې تر دوه ويشتمې نیټې تر سره كیږی چې پكې د قران د متن او د ايتونو ترجمه او تفسير جاجولې شی.
د ويلو ده چې په دې سمينار كې خوښې كړې شوې مقالې به د لندن پوهنتون په مطالعات قرانی نومې مجلې كې چاپیږی.
د مقالې لیږونكی كولای شی خپلې مقالې دې سايت په درك لیږلې شی. quran.conference@soas.ac.uk
1206149
captcha