د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن په تهران كې داسلامی ايران د وسله وال پوځ د ورځې يعنی د وری د مياشتې د اتلسمې په درشل كې د وسله وال ځواك له قوماندانانو، چاروالو ، غوره كاركونكو ، د بسيج ځواك د غونډونو له غړو او همداراز دپوځيانو له كورنيو سره په كتنې كې د امريكايانو په چلند كې ګډوډيو ته په اشارې سر ه وويل له ډل وژونكو وسايلو سره په مخالفت د مشتملې امريكائی چارواكو د ادعا په اپوټه البته د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په وسيله د پاكستان او افغانستان د بې ګناه عامو خلكو چې ښځې او ماشومان هم پكې تر سترګو كیږی، عامه وژله كوی او د امريكا تر پټ او ښكاره ملاتړ لاندې ترهه ګر هم په عراق او سورئې كې خلك وژنی.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ دايران اسلامی جمهوريت داسلام دمنطق په اساس له هرډول چاودنو اووژلو سره،كه دامريكا په بوسټن كې وی اوكه په پاكستان،افغانستان او سورئې كې وی اوكه په افريقا كې ،سخت ورسره مخالف دی په په سخته ئې محكوم كوی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د لويدیځوالو په چلند كې د ګډوډيو ، سرزوريو ، او ا نسانی اصولو ته د بې پروائيو او بې پاميو شتون دلويدیځ دتمدن دزوال ،ځوړتيا اونسكوريدا سبب وباله
د اسلامی ايران د ټولو قواؤ ستر قوماندان د دنيا له پوځونو سره په پرتله كې د اسلامی ايران دوسله وال ځواك متفاوت او فرق لرونكی كړچار ته په اشارې سره زياته كړه وسله وال پوځ ،سپاه او بسيج ځواك دنيا ته يو كلتور اونوی لورنيونه وړاندې كړې ده چې دنړۍ دپوځونو دلازياتې سلطه پالنې او استعمارپالنې دلور نيونې په مقابل كې يوه څرګنده اوغوره بيلګه دی
داسلامی انقلاب معظم لارښود داسلامی ايران وسله وال پوځ يو وياړاو ولسی ،علمی ،اعتقادی ،دبيلابيلو نوښتونو لرونكی او آزمويل شوی پوځ وباله او زياته ئې كړه دغه ټول پرمختګونه په داسې شرائطوكې ترلاسه شوی دی چې د ايران دملت بدغواړو په خورا كمو امكاناتو په وركولو كې هم بخل كړی دی خو دايران دملت دبچيانو او ځوانانو داستعدادونو باطنی انګيزه او ولوله راخوټيدلې او وياړونه ئې نندارې ته ړاندې كړی دی
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای داستكباری جبهې په تيره بيا دامريكا دپوځی ټولګو دسلطه ګرۍ روحیې په باب هم وويل دغه پوځی ټولګې چې په هرځای كې شتون پيداكوی ، نو د اخلاقی فساد او پرخلكو ددباؤنو اودهغوی د وژلو زمينه كیږی
د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود اودټولو قواؤ ستر قوماندان له وينا مخكې داسلامی ايران دوسله وال پوځ عمومی قوماندان سردار تورن جنرال صالحی هم دايران داسلامی جمهوريت دپوځ دتو انمنيو او چمتووالی په باب هم مفصل راپوروړاندې كړ
1214348