IQNA

ايت الله خاتمی: د ايران د ولسمشرۍ ټولټاكنې د ايران ملت د حماسې د پنځولو ډګر دی

18:53 - April 19, 2013
د خبر لمبر: 2520901
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب په د روان ميلادی كال د جون مياشت كښې د ايران ولسمشرۍ انتخابات د سياسی حماسې د شعار د ورایښت په چوكاټ كښې د ايران ملت د حماسې راپنځولو ډګر وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد خاتمی وويل د ايران ملت به د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كښې په خپل پرتمين ګډون سره دا ځل هم د تير وخت په شان د دنيا د خلكو د سترګو په وړانې حماسه رامينځته كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د ورځې د درنښت په ترڅ كښې وويل ايران د ډيرو هيوادونو په اپوټه ولسی، قدرتمن او محبوبيت لرونكی پوځ لری.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد خاتمی د سپیڅلی دفاع په اتو (۸)كلونو او د اسلامی انقلاب له برياليتوب وروسته د اسلامی ايران په ساتنې كښې د ايران د پوځ سرشيندنو ته په اشارې سره وويل د ايران وسله وال ځواكونه نن سبا د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په لارښونو سره په ترټولو ښه حالت كښې دی او په مختلفو ډګرونو كښې د ايران د پوځ پرمختګونو د دنيا خلك حيرانه كړی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله محمد خاتمی د اسلامی ايران په دفاع كښې د اسلامی جمهوريت د وسله والو ځواكونو چمتووالی ته په اشارې سره وويل دښمانان پوهیږی چې په ايران هر ډول تيری به د ايران د وسله والو ځواكونو له پیښمانه كونكی ځواب او ناوړه پايلو سره مخامخ شی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د امريكا په بوسټن او ټيكساس ايالتونو كښې په وروستيو بم چاودنو او د يو شمير امريكايانو په وژلې او ژوبلې د خواشينې په څرګندولو سره وويل د ايران اسلامی جمهوريت د دنيا په ټولو سيمو كښې كه هغه عراق ، افغانستان، پاكستان، سوريه او يا امريكا وی د بې ګناه انسانانو وژله غندی او هغه غير انسانی جنايت ګڼی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په امريكا كښې په وروستيو بم چاودنو كښې د يو شمير كسانو په وژل كيدا د امريكا د چارواكو اندیښنې څرګندولو او د لويدیځو هيوادو نو په ملاتړو ترهګرو عملياتو كښې د سوریې د بې ګناه او بې دفاع خلكو وژلې ته د امريكا د مسولانو بې پامۍ ته په اشارې سره وويل دغه كړچار كاملا د بشری حقوقو له موضوع د امريكا د حكومتی چارواكو اوزاری استفاده ثابتوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله خاتمی په دې خبرې سره چې له ټولو اټكلونو سره سره په امريكا كښې د بم چاودنو د حقيقی علت معلوميدل وخت ته ضرورت لری او هيله یې وكړه د امريكا د مقاماتو ضميرونه په خپل هيواد كښې د يو شمير بې ګناه خلكو په وژل كيدا سره ویښ شی او له ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه چې هره ورځ د سوریې د ملت زيات شمير خلك وژنی، لاس واخلی
1214703
captcha