د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی مشر پرون ماښام د سوریې د ملی پارلمان له مشر سره د يوشمېر خبريالانو په ټول كې له امريكا سره د عربو اتحادیې د دې هوكړې په اړه چې بايد اسرائيل د۱۹۶۷ ميلادی كال پولو ته ستون شی وويل دا موضوع د هغو فشارونو غوږ په هوا لوبه ده چې په اسرائيلو وارد شوی اوهغوی غواړی چې له سياسی پلوه پرانسته ولری.
داسلامی شورا مشر ښاغلی لاريجانی دې ته په اشارې سره چې لويدیځ هڅه كوی ترڅو اسرائيل له څنګ ته كېدو څخه وژغوری وويل چې دا مسئله په سوريه كې د ماجرا جويی يا پلمې د موخې څرګندويی كوی.
ښاغلی لاريجانی زياته كړه دا اندیښمنونكې او د افسوس وړخبره ده چې امريكا او ځينې لويدیځ هيوادونه په پرلپسې توګه چيغې وهی چې له ترهګرو سره مبارزه كوی خوپه سوريه كې اعتراض كونكو او ترهګرو ته پيسې او وسلې وركوی.
نوموړی په دې اړه چې دسوریې پريكړه بايد په راتلونكې كې درايو له صندوقوڅخه را ووځی وويل دسوریې دولت چمتودی چې له سياسی ډلو سره درڼو او څرګندو خبرو له لارې دسوریې كړكيچ ته دپای ټكی ایښودلو لپاره دحل سياسی لاره چاره پيداكړی
1221218