IQNA

راتلونكې ولس مشر بايد د فتنې په وړاندې خپل دریځ روښانه كړی

17:27 - May 17, 2013
د خبر لمبر: 2534534
سياسی ډله: آيت الله جنتی د ايران د راتلونكی ولس مشر شرطونه په اسلامی جمهوری نظام د هغه ايمان ، قانون پوهنه ،مديريت او تقوا وبلله .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، زموږ د خبريال د راپور له مخې نن په تهران كې د جمعې لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی د رهبرۍ د ستر مقام له خواپه سياسی حماسې او اقتصادی حماسې د روان كال نومولو ته په اشارې سره زياته كړه په روان كال كې د ايران تر ټولو مهمه سياسی مسئله د دې هيواد د ولس مشرۍ ټاكنې ډی چې خلك بايد په بشپړ بصيرت او دقت سره تر ټولو اصلح كس د ولس مشر په توګه وټاكی .

آيت الله جنتی د ايران د راتلونكی ولس مشر شرطونه په اسلامی جمهوری نظام د هغه ايمان ، قانون پوهنه ،مديريت او تقوا وبلله .

نوموړی هغه يو شمير نوماندانو ته په خطاب كې چې د بنديزونو د لرې كولو لپاره له امريكا سره د اړيكو په اړه خبرې كوی وويل امريكا ته تسليميدل د هغې خوښې ته د ځان سپارل دی .

هغه ټاكنې د ايران تر ټولو مهمه موضوع او د سياسی حماسې مظهر وباله او ټينګار ېې وكړ په عادی كارونو حماسې نه زیږیږی بلكې بايد د دوښمن ليكې ماتې شی .

آيت الله جنتی وويل د ايران راتلونكئ ولس مشر بايد د هيواد د ادارې لپاره سم او مناسب پلان ولری او د لودیځ له اقتصادی بنديزونو سره هم په معقول ډول چلند وكړی تر څو د خلكو اقتصادی ستونځې هوارې شی ږ

د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ۸۸ ايم كال فتنې ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه امريكا غوښتل په ټاكنو كې د درغلۍ په پلمه د ايران نظام له منځه يوسی خو بريالی نه شول .

1229316
captcha