IQNA

په بغداد كې د شيعه او سنی مسلمانو د جمعې ګډ لمونځ فتنه ګرو ته لوی پيغام دی

20:02 - May 26, 2013
د خبر لمبر: 2539094
نړيواله ډله: د عراق په پارليمان كې د قانون د دولت د ائتلاف استازی ، په بغداد كې د شيعيانو او سنيانو د جمعې ګډ لمونځ د دغه هيواد د تجزیې لپاره د فتنه ګرو د هڅو په وړاندې د مقاومت پيغام وباله .
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له نون خبری اژإنس یې نقلوی چې عدنان السراج نن له العالم چينل سره په مركه كې په دغه هيواد كې په قبيله ای تاوتريخوالی د عراق د متحدو خلكو اعتراض ته په اشارې سره وويل : شيعيانو او اهل سنتو په بغداد كې د جمعې ګډ لمونځ تر سره كړ او د عراق د ويشلو لپاره له اختلافونو د بهرنيو هيوادونو له هر ډول ناوړه استفادې سره د مقابلې لپاره یې خپل چمتووالی اعلان كړ.
د عراق د قانون د دولت د ائتلاف غړی له قبيله ايی خوځښتونو سره په مقابله كې د دولت دروند مسووليت ته په اشارې سره وويل : د اهل سنتو د اوقافو د ديوان او د شيعيانو د اوقافو د ديوان په شان مركزونه، او نورمذهبی مركزونه له دوه زره دريم كاله وروسته په عراق كې د وحدت او يووالی د راوستلو لپاره جوړ شوې دی.
د عراق اهل سنتو او شيعيانو پرون په عراق كې د يووالی په ساتلو د دغه هيواد د لومړی وزير نوری مالكی له ټينګاره وروسته د جمعې لمونځ په ګډه وكړ.
1233643
captcha