IQNA

د مصر شيعه مسلمانان د وهابی قاتلانو قصاص غواړی

7:54 - June 27, 2013
د خبر لمبر: 2552764
نړيواله ډله: د مصر د شيعه مسلمانانو رسمی ويندوی ټينګار وكړ د څلورو شيعه مسلمانانو قاتلان چې د سر زورو وهابيانو په لاس وژل شوی بايد قصاص شی.
د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له اليوم السابع ورځ پاڼې یې نقلوی چې د مصر د شيعه مسلمانانو رسمی ويندوی او د مصر دفاطميه د بشری حقوقو د مركز مدير بهاالدين انور محمد وويل د مصر شيعه مسلمانان به نن په فاطميه مركز كښې يو خبری كانفرنس وكړی او په زاويه ابومسلم كل كښې د څلورو(۴) شيعه مسلمانانو څاروی ډوله جنايت ته ځواب وركړی .
هغه وويل د مصر شيعه مسلمانان د شيخ حسن شحاته چې له خپلو دريو (۳)ملګرو سره يو ځاې وهابی ډلو وژلی وو د قاتلانو په قصاص ټينګار كوی .
په تيرې يكشنبې ورځ د مصر په يو شمير شيعه مسلمانانو چې د حضرت امام مهدی عليه السلام د نيمكرغه زوكړې په مناسبت په الجيزه كښې په ابومسلم كلی كښې د يوه شيعه په كور كښې راغونډ شوی وو د يو شمير ترهګرو وهابيانو حمله وشوه او وهابی كسانو څلور شيعه مسلمانان سخت ووهل او هغه یې ووژل او د هغوې كورونه یې لوټ كړل او كورونو ته یې اوور هم واچول شو .
1248574
captcha