د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يور راپور پراساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله احمد خاتمی دمصر دپوځ لخوا دخلكو دمنتخب ولسمشر محمد مرسی ليرې كولو او ددغه هيواد وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل مصر داسلامی ویښتيا زیږنځای دی او په تير كال كښې دمصر خلك درايو صندوقونو ته لاړل او اساسی قانون او اسلامپاله استازيو ته یې رایې وركړې خو هغه كسان چې حكومت یې جوړ كړ په خپله د كودتا زمينه جوړونكی شول .
ايت الله خاتمی د مصر له خلكو وغوښتل چې داسلامی ویښتيا ساتونكی ووسی او اجازه ورنكړی چې دمصر دنسكور شوی ديكتاتور حسنی مبارك دحكومت په شان مصر دصهيونيسټ رژيم د نفوذ په ساحې بدل نشی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه هغه كسان چې په مصر كښې یې دخلكو دمنتخب حكومت پرضد كودتا وكړه ددې پرځاې چې اسلامی نړۍ وحدت ته وروبولی هغوې د خلكو دوژونكو ملاتړ وكړ او دهغوې په وړاندې یې چپتيا غوره كړه .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل دهغو كسانو شعار چې دمصر حكومت یې جوړ كړ لومړی له صهيونيسټ رژيم سره مبارزه وه خو قدرت ته له رسيدا وروسته یې دكيمپ ډيویډ تړون تمديد كړ او دصهيونيسټ رژيم مشر شيمون پيريز یې خپل ورور وباله او نيواكی فلسطين ته یې سفير واستوه .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله احمد خاتمی جوته كړه دمصر ولسمشر دامريكا له ولسمشر باراك اوباما سر كتنه لرله او دغه كتنه سبب شوه چې خلك واټونو ته راووځی ځكه چې هغوې دمصر له ملت سره رښتيونی نه وو او دمصر خدمت یې ونكړ او هغه كسان چې دګوند غړی یې نه وو په تنګ نظرۍ سره وشړل .
ايت الله خاتمی دمصر دشيعه عالم شيخ حسن شحاته قتل ته په اشارې سره وويل وهابيت دانګلستان لخوا جوړ شوی دی چې په قتل او دخلكو په وژلې سره پرمخ ځی او له اهل سنتو علماو دغه هيله كیږی چې په صراحت سره ووايی وهابيت له اسلام سره هیڅ ارتباط نلری .
هغه د۱۹۸۸ ميلادی كال په جولاۍ مياشت كښې دايران په مسافروړونكی الوتكې دامريكا د وينسنس جنګی بیړۍ دحملې دشهيدانو د ياد او خاطر په لمانځلو سره وويل دامريكا جنايتكار حكومت نه يوازې دايران په مسافر وړونكی الوتكې دحملې په خاطر بخښنه ونه غوښتله بلكې دجنګی بیړۍ قوماندان ته یې میډال هم وركړ .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دروان ميلادی كال دجون دمياشتې دڅوارلسمې (۱۴) نیټې دولسمشرۍ په انتخاباتو كښې دايران دخلكو څه دپاسه دوه اويا (۷۲)فيصده ګډون ته په اشارې سره وويل دايران خلكو ددښمانانو ټولې دسيسې شنډې كړې .
1252675