IQNA

كاظم صديقی: حزب الله پر ضد د يورپی ټولنې اقدام به هغو پخپله ؤشرموی

16:54 - July 26, 2013
د خبر لمبر: 2567043
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب، حجت الاسلام والمسلمين كاظم صديقی د اروپايی ټولنې له خوا د ترهګرو په ليست كې د لبنان د حزب الله د پوځی څانګې د ور وستلو په اړه د دغه ټولنې د اقدام په غندلو سره، دغه اقدام د شرم وړ وباله.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د لبنان د حزب الله پرضد د اروپايی ټولنې د اقدام د غيرقانونی او غير اخلاقی بللو سره وويل چې دغه اقدام به د اروپايی ټولنې د نهايی رسوایۍ پيليزه شی او د لبنان حزب الله ته به زيان ونه رسوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا رنګه د اروپايی ټولنې د ترهګرو په ليست كې د لبنان د حزب الله د پوځی څانګې شاملول غرضی اقدام وباله او ټينګار یې وكړ ، په داسې حال كې چې صهيونيسټ رژيم، ترهګر رژيم دی، د ترهګرو ډلو په ليست كې د حزب الله د نوم شاملول شرم او ننګ دی.
حجت الاسلام والمسلمين صديقی، د لبنان حزب الله داسې ډله وبلله چې د صهيونيسټ رژيم د پوځ نا ماتېدونكی جادو یې مات كړی دی او د نړۍ ټولو خلكو ته یې ښودلې ده چې جعلی صهيونيسټ رژيم د تاركشكې له ځالې نه هم سست او كمزوری دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اروپايی ټولنې د ترهګرو ډلو له ليست څخه د منافقينو د ترهګرې ډلګۍ د نوم د ايستلو ته په اشارې سره هم وويل چې حزب الله، داسې ډله ده چې دفاعی مقام لری او د لبنان د خپلواكۍ او پرمختګ په لاره كې حركت كوی.
حجت الاسلام والمسلمين صديقی هم دا رنګ د مصر غميزه د خواشينۍ وړ وبلله او زياته یې كړه چې سوريه د مصر لپاره عبرت دی او صهيونيسټان او امريكايان په سوريه كې د مقاومت د ماتولو لپاره، جګړه په لاره اچولې او وس مصر وار دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د مصر اوسنی بدلونونه د اسراييلو او امريكايانو كار وباله او د مصر له عالمانو، ليكوالانواو اغيزمنو كسانو څخه یې وغوښتل چې د مصر د انقلاب ثمرې ته د رسېدو لپآره دې رامينځته شوې ستونزه لرې كړی .
حجت الاسلام والمسلمين صديقی په مصر كې د وينې تويونې د عواملو د اقدام په غندلو سره وويل چې د تاوتريخوالی اعمالول او د تاوتريخوالی د بهير په لاره اچول د مسلمانانو له خوا نه دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب هم دا رنګه د روژې مباركې مياشتې د بركت په اړه وويل چې د روژې په مباركه مياشت كې عمل له هیڅ مياشتې سره د پرتلې وړ نه دی.
1263978
captcha