IQNA

د نړۍمسلمانان دې د قدس په نړيواله ورځ د صهونيسټانو دسيسې په ډاګه كړی

20:16 - July 29, 2013
د خبر لمبر: 2568812
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا استاذو نن د يوې اعلامیې په خپرولو سره د نړۍ پر درستو مسلمانانو غږ وكړ د قدس د ورځې په نړيوال ميليونی لاريونونو كې دې په پراخ او ولولوناك ګډون سره په سورئې، مصر، تيونس كې د امريكا صهونيسټانو دسيسیې او له امريكا او صهونيسټ رژيم سره د ځينو عربو مشرانو تالی څټيتوب او خيانت نندارې ته وړاندې كړی
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا استاذو په دغې اعلامیې كې ټينګار كړی دی دقدس نړيواله ورځ دامريكا په وړاندې او ددغه استكباری قدرت اوانګلستان دناجايز اولاد يعنی اسرائيلو په وړاندې دحضرت امام خمينی دلوړې چغې ، داسلام دورځې او دمستكبرانو په ضد دنړۍ دمستضعفينو دپاڅون دورځې او همداراز دتاريخ دجنايتكارو په ضد دحق غواړو دپاڅون اودريدا دورځې يادونه ده .
په دغې اعلامیې كې دغه راز يادونه شوې ، دقدس نړيواله ورځ ديوه هغه ملت دمظلوميت دچغې دپورته كولو ورځ ده چې دخپلو بچيانو په وينو سره ئې دامريكا او دهغې دملګرواو دصهونيسټو جنايتكارو له څيرو پرده پورته كړې ده او دهغوی دانسان دوستۍ اوبشری حقوقو او ديموكراسۍ ادعاګانې ئې پوچې او بې معنا بللی دی . دغه اعلاميه همداراز زياتوی له يوې خوادصهونيسټ رژيم په وړاندې د حزب ا.. حماس اواسلامی جهاد دغورځنګونو مقاومت اودريدا او دمقاومت له بهير ه ددايران دملت څرګند ملاتړ ، دامريكااو صهونيسټ رژيم په ضد دمسلمانانو اوآزادی غواړو ولوله اوداسلامی ویښتيا زمنينه برابره كړې او له بلې خوا ئې ئې دجعلی رژيم بنسټونه لړزولی او په سيمې كې ئې دامريكا ګټې له خطرو سره مخامخ كړی دی
اسلامی انقلاب ارواښادلارښود حضرت امام خمينی داسلامی انقلاب له بری وروسته او په سيمه ايزو اونړيوالو ډګرونو كې دفلسطين دمظلوميت د موضوع دژوندۍ ساتلو په موخې سره دورژې دمباركې مياشتې وروستۍ جمعه دقدس نړيواله ورځ يا يوم ا... ونوموله چې نن سبا ئې هم په درستې نړۍ كې ئې ټول پتمن اومسلمانان په ډير پرتم اوولولې سره لمانځی
داپه داسې حال كې دی چې دافغانستان مسلمانان هم دقدس دنړيوالې ورځې يا يوم ا... په پرتم سره دلمانځلو لپاره ځانونه چمتوكوی او دافغانستان دقدس دنړيوالې ورځې ددستورو كمیټې پر درستوافغانانو غږ كړی چې دفلسطين دمظلوميت دچغې په پورته كولو كې دې په پرتم سره ګډون وكړی
1265750
captcha