د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر حسن روحانی وويل،د ايران د ملت د ګټو په تعقيبولو كښې يوه ذره هم بايد غفلت ونه شی، بهرنی سياست د شعر او شعار ځای نه دی .
ښاغلی روحانی وويل په بهرنې سياست كښې هر ډول تيروتنه د ايران د ملت د ګټو په تاوان ده ،بهرنی سياست داسی ځای نه دی چې څوك پكې ناسنجول شوی خبری وكړی ،دریځ غوره كړی او يا د بهرنې لورې په اړه مطلب مطرح كړی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر زياته كړه د خارجه وزارت مسؤلان د ايران د ملت د حق او حقوقو آمانتداران دی ،له دې كبله كه پخپلو دریځونو كښې تيروتنې وكړی،نو بايد د خلكو ځواب هم ووايی .
هغه وويل د ايران خلكو د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې د بدلون غوښتنه وكړه،خو دغه بيا كتنه په دې معنی نه ده چې د بهرنې سياست په اصولو كښې دې بدلون راشی، بلكه روده او كړچار بايد بدل شی.
ښاغلی روحانی د ايران د پخوانې خارجه وزير صالحی دهڅو قدرونه وكړه اويی ويل د اټومی انرژۍ د ادارې د مشر په توګه د هغه په ټاكلو خوشحاله دی .
هغه وويل د ايران خارجه وزارت د نوی خارجه وزير محمد جواد ظريف تخصصی برخه ده او د بهرنې سياست په ډګر كښې اوږده مخينه او تجربه لری .
1274624