د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس،چې له خارجه وزارت له ويب پاڼی ېې نقلوی چې ميرمن افخم وويل په دغه سپیڅلی ځای كې د دروغجن معبد د ودانۍ د جوړولو لپاره د الاقصی جومات تخريب او ويشلو د پلان په دوا م كې د صهونيسټ رژيم اقدام په ماتې محكوم دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوئې د اسلامی او نړيوالو ټولنو له خوا په فلسطينيو ټاټوبو كې د آسمانی دينونو په تيره بيا د اسلام د دين سپیڅلتياؤ د بې حرمتۍ د محكوميت په ضرورت پّه ټينګار سره د نړيوالو ټولنو له خوا د مناسبو اقداماتو او تدبيرونو د غوره كولو غوښتنه وكړه
د ويلو ده چې د لبنان د الميادين ټيليويژنی چينل د تيرې پنجشنبې په ورځې ويلی وو صهونيسټان نيت لری څو د يوه پلان په چوكاټ كې الاقصی جومات په دوو برخو يعنی د مسلمانانو لپاره او بله برخه ئې د يهوديانو لپاره بيله كړی څو يهوديانو ته په بيله شوی برخې كې يوه كنيسه جوړه كړی.
1305645