IQNA

په ټولو مسئلو کښې قرآن مرجع ګرځولو باندې د ماهاتیر محمد تاکید

5:52 - December 10, 2014
د خبر لمبر: 2617130
نړیواله ډله: قرآن په کار دې به ټولو مسئلو کښې مرجع او سرچینه وی تر دې چې په ټولو ډګرونو باندې کیفیتی رشد وکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama)خبرونو نه په نقل، د مالیزیا ړومبۍ وزیر ماهاتیر محمد پرون د اسلامی مدیریت کیفیت غونډه پرانیستا مراسمو کښې ؤ ویل: د مسلمانانو په ژوند کښې د اسلامی کیفیتی ډول ژوند کښې د ناکامی سبب دا دې چې مسلمانانو د قرآن کریم ټولې ویناوې په خپل ژوند کښې نه دې اجرا کړی.

هغه زیاته کړه: اسلامی کیفیت په ژوند کښې رعایت نه کول، مسلمانان په داسې طرف روان کړی چې له اسلام سره مخالفت لری.

د مالیزیا ړومبنۍ وزیر زیاته کړه: دې لپاره چې مسلمانان د قرآن پوهنې په ښه توګه ترلاسه کولو لپاره په کار دی قرآن په هغه ژبه کښې تلاوت کړی په کومه ژبه چې ښه پوهېږی.

دا غونډه چې د مدیریت اسلامی کیفیت په نوم له مدیریت کیفیت موسسه او د مالیزیا اسلامی سوداګری مدرسه له اړخه په اوتارا پوهنتون کښې پیل کېده چې نن یی اخیرې ورځ وه.

http://iqna.ir/fa/News/2616754

captcha