قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د امام حسین علیه السلام مقدس زیارت ویب پاڼه نه په نقل، دا قرآنی هفتی به هر کال د عراق شیعګانو اوقاف اداره له اړخه او د بغداد قرآنی علمونو ملی مرکز په مرسته سره پیل کېږی.
د قرآن اوومې هغته پرانیستا مراسمو کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت تولیت مشر شیخ عبدالمهدی الکربلایی، سید افضل الشامی د امام حسین علیه السلام د مقدس زیارت د تولیت مرستیال، د عراق د شیعګانو اوقاف اداره مشر سید صالح الحیدری، د بغداد قرآنی علمونو ملی مرکز مشر عادل الکنانی او نورو عالمانو او پوهاندو، قرآنی علمونو طالبانو او قرآن سره مینه لرونکو په شتون کښې پیل شو.
شیخ رافع العامری د عراق پېژندلې شوی قاری ؤ ویل: د قرآن کریم حفظ، قرائت او تفسیر مقابلې پیل کول د دې هفته قرآنی فعالیتونه دی چې قاریانن، او قرآن حفظ کوونکې به د نورو ښارونو په دې مقابله کښې به شتون لری.
هغه زیاته کړه: د دې مقابلو تفسیری برخه کښې د عراق هیواد هر ایالت نه یو کس په کې شتون لری او د حفظ برخې کښې ګډون کولو لپاره د شرکت کوونکې باید ټول قرآن حفظ وی.
رافع النعامری څرګنده کړه: دا مقابلې به د شنبه په عصر کښې به پیل کږې، او تر دی میاشته ۲ تاریخه پورې ادامه لری، او د دی میاشته په درېیم تاریخ باندې به مقابلو کښې کامیاب شوی کسانو ته هدیه ورکړلی کېږی.
سید جمال سیستانی: د امام حسین علیه السلام د مقدس زیارت عمومی اړیکو مشر په دې اړه ؤ ویل: د دې قرآنی هفته سره سم یوه بله مقابله د قرآن تر ټولو ښه څېړنه په عنوان سره هم پیل کېږی، چې په دې کې به د عراق محققانو له اړخه ۲۵ قرآنی مقالې د عراق د شیعګانو اوقاف اداره ته استولی کېږی.
http://iqna.ir/fa/News/2624791