IQNA

اسلامی اړیکو او کلتور سازمان کښې د اسلام او بودیسم خبرې په نوم غونډه پیل کېږی

10:02 - December 30, 2014
د خبر لمبر: 2652251
بهرنی څانګه: د اسلام او بودیسم غونډه سبا د دی میاشتې ۹ تاریخ باندې د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا)راپور له مخې،د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان عمومی اړیکو او اطلاع رسوونکې اداره نه په نقل سره، د اسلام او بودیسم خبرې غونډه د دې سازمان د دینونو او کلتورونو څانګه په مرسته د سری لانکا، میانمار او تایلېنډی بودایانو او د ایران نه د مسلمانانو لوی لوې لارښودو او پوهاندو په شتون سره د (افراطی ډلې او تاوتریخوالی سره مقابله کښې د مسلمانانو او بودایانو سره مرسته) عنوان لاندې پیل کېږی چې دو ورځې به ادامه لری.

میانمار کښې قومی نښتې او په دغه هیواد کښې په اخیرنی کال کښې د یو بودایی افراطی ډله له اړخه د یو شمېر بې ګناه مسلمانان قتل عام په حقله د ایرانی مسلمان پوهاندو او د ځنې بودایی لارښودو او پوهاندو د مختلفو هیوادونو نه شرکت کوونکو په دې غونډه کښې ګډون لوی ارزښت لری.

د دې غونډې د پرانیستا مراسمو کښې د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان مشر ابوذر ابراهیمی ترکمان شتون او تقریر او همدارنګه د ایران د اسلامی کلتوری علمونو ډله مشر سید مصطفی محقق داماد، د دینونو او مذهبونو پوهنتون مشر حجت الاسلام الوالحسن نواب، د تهران هنری مطالعاتو پوهنتون مشر حسن بلخاری، د اسلامی او کلتوری سازمان دینونو او کلتورونو څانګه مشر علی محمد حلمی او د سری لانکا د ولسمشر مرستیال ګالاګاما داماراسی ترو، د میانمار نه د بودیسم مطالعاتو نړیواله اکاډمی مشر او د تایلینډ پرکارو ویبول پاتناناکیت شتون سره نن ۹:۳۰ نه تر ۱۲ پوری د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان په الزهرء حسینیه کښې پیل کېږی.

بودایی او مسلمانانو پوهاندو د غونډه به دې دوره کښې د(اخلاقی او معنوی ارزښتونو کښې د دینونو پوهاندو او لارښودو برخه)، (د مسلمانانو او بوداییانو یو بل سره د مرستې ستونزې او حللارې)او هم دارنګه (د اسلام او بودیسم له افراطی نه او د تاوتریخوالی نه لری او اعتدال سره د دواړو خپرېدل) عنوان لاندې خپلې ویناوې او لیکنې وړاندې کوی.

دا غونډه به دویمه ورځ ۱۰ دی باندې قم ښار کښې ادامه لری.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2645848

captcha