قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان اطلاع ورکوونکې او عمومی اړیکو اداره نه په نقل، دینی او کلتوری محفلونه د دې میاشته له درېیمې نه د پېښور جوماتونو او کلتوری ادارو کښې شروع شوی او د دې میاشته تر څوارلسمه پوری ادامه لری.
د اباسین هنری اداره د هغه مرکزونو نه ده چې د دی میاشته پنځم د جمعه له ورځې یی د پښتو، اردو او هندکو ژبه لوی شاعرانو کلامونو او شعرونو سره د دې دینی محفلونو لپاره قدم اوچت کړی.
د اباسین هنری اداره مشر مشتاق شباب د دې محفلونو شروع کېدو کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله درنښت او زښت لوړ مقام ستاینو ته اشاره سره ؤ ویل: د پېښور اباسین اداره هر کالې د رسول اکرم صلی الله علیه و آله میلاد په مناسبت په اردو، پښتو او هندکو ژبه کښې دا رنګه محفلونه پیل کوی.
هغه ادامه ورکړه: مونږ غواړو په راروان پروګرامونو کښې د فارسی ژبه شعرونه نه هم استفاده وکړو.
د اباسین هنری اداره مشر زیاته کړه: د پېښوریانو له ایرانی کلتور سره اشنا کېدو لپاره ضروری ده چې دې محفلونو کښې شعرونه په څلورو واړو ژبو کښې سره د فارسی ژبه شعرونه وړاندی شی.
یادښتونه، دې محفلونو کښې هر شاعر خپل شعرونه وړاندې کړل او همدارنګه د پېښور کې د ایران کلتوری اداره مشر ښاغلې یوسفی هم خپل شعرونه په دې محفل کې وړاندی کړل.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2645789