IQNA

د شیخ علی سلمان له ازادی لپاره د ۳۷ حقوقو سازمانونو له اړخه غوښتنه / د بحرین د خلکو لوی احتجاج لاریون

10:12 - December 30, 2014
د خبر لمبر: 2652264
نړیواله ډله: د نړۍ مختلفو هیوادونو ۳۷ حقوقو سازمانو له اړخه د بحرین د جمعیت اسلامی الوفاق ستر مشر د ازادی غوښتنه وکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا)  راپور له مخې، د الوفاق اطلاع ورکوونکې ویب پاڼه نه په نقل، د نړۍ له مختلفو سیمو نه ۳۷ حقوقو سازمانونو له اړخه د آل خلیفه دولت نه د شیخ علی سلمان بې له څه شرطه ازادولو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د سوئد غیر حکومتی موسسه هم خپلې یوه بیانیه کښې د بحرین جمعیت اسلامی الوقاق ستر مشر شیخ علی سلمان ازادی غوښتنه وکړه او د هیواد وزارت کښې یی دا د دغه حکومت د ناکامی سبب ګرځولې او تاکید یی کړی چې دې حکومت له تېرو ۴۰ کالو رسی د فساد او ازادی او بحران نه غیر بل څه نه دې کړی.

د سوئد غیر حکومتی موسسه د بحرین له امنیتی نظام ځواکونو نه پرهېز باندې تاکید او خبرو او مذاکرو سره د حکومت او د مخالفانو ترمنځه روغې ته اشاره سره ټینګار وکړو: منامه څه په انتخاباتو کښې او څه په سیاست کښې هر وخت له انګلیس او امریکا د حمایت نه استفاده کوی.

د بحرین جنبش حق هم خپله بیانیه کښې د شیخ علی سلمان نیول یو ترهګرې اقدام وټاکلو او د هغه د ازادی غوښتنه یی وکړه.

جنبش حق تاکید وکړو: د احتجاج کوونکو، پناه غوښتونکو او لاریون کوونکو ځپنه به شیخ علی سلمان سره مینه کمه نکړی او دې سره د خلک ویره روکه شی، او د هغې لاریون او هغه سره مینه به نوره هم زیاته شی.

جنبش حق د بحرین له نورو انقلابې ډلو نه غوښتنه وکړه، چې د شیخ علی سلمان سره ملګرتیا او د هغه په حمایت کښې فعالیتونه زیات کړی او یو لوی لاریون دې پیل کړی.

د منامه حکومتی او امنیتی ځواکونو د دی میاشته په ۶شپږم تاریخ د هفته په ورځ ماسپښین د اسلامی جمعیت الوفاق اداره ستر مشر شیخ علی سلمان د کور محاصره وکړه او هغه نه یی غوښتنه وکړه چې په سبا ۱۰ بجو له دې د جنایتی پېښو تحقیقاتو اداره ۹۹ شمېری دفتر کښې حاضری وکړی. 

شیخ علی سلمان پرون سحر  ۱۰ بجو له د جنایتی پېښو تحقیقاتو اداره ۹۹ شمېرې دفتر ته حاضر شو او وو پوښتلې شو د هغه نه پوښتنې تر مازدیګره پورې وخت واخیستو.

شیخ علی سلمان پرون سحر خپلو وکیلانو سره د العدلیه سیمه کښې د جنایتی پېښو تحقیقاتی اداره ته تلې وو، خو ولی امنیتی ځواکو د هغه وکیلان د هغه اداره ته پرې نه ښودل.

د بحرین جمعیت اسلامی الوفاق ستر مشر پوښتلو خبر سره په ټول هیواد کښې لوی لوې لاریون پیل شول.

د الوفاق ستر مشر په حق کښې د بحرینیانو پاڅون

د العالم چینل راپور ورکړی، پرون شپې د بحرین په مختلفو سیمو کښې سړکونو باندې خلکو را تللو سره د شیخ علی سلمان پوښتلو په حقله د خپلې غصې او نفرت اظهار وکړو.

د بحرین خلکو د شیخ علی سلمان نه پوښتل د موجوده حکومت جنون وټاکلو او تاکید یی وکړو چې د هغه پوښتل یواځې د پرمختګ خنډ کېدل بلکې دا د دې هیواد سقوط ته ورکولو معنا لری.

همدارنګه یی تاکید وکړو چې د الوفاق ستر مشر ازادی یو غوښتنه نه ده بلکې د یو ضروری او اخلاقی، ملی او هیوادی کار دی، او د هغه پوښتلو ته ادامه ورکول د دې حکومت جنون دی چې د هر څه ذمه دار به هم بیا دا حاکم وی.

د الوفاق جمعیت نه یوه بیانیه کې تاکید شوې چې تقریباْ ۱۰ ګینټو نه شیخ علی سلمان د جنایتی تحقیقاتو سازمان په ساختمان کې دی.

دې جمعیت تاکید وکړو: چې شیخ علی سلمان تر اوسه دا ساختمان ترک کړی نه دې او هم هغه رنګه د هیواد وزارت کښې پوښتلې کېږی.

د الوفاق جمعیت خبردارې ورکړه چې د شیخ علی سلمان په خلاف دا قدم به یو خطرناک کار وی چې د بحرین سیاسی او امنیتی بحران به نور هم لانجمن کړی.

د الوفاق جمعیت د شیخ علی سلمان فوری ازادی باندې ټینګار وکړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/2645750

captcha