د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلوپنځمه دوره کې د ټول قرآن کریم حفظ کولو برخه کښې ګډون کوونکې بنګلادیشی غړی مرشد عالم قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) سره مرکه کښې ؤ ویل: د پرانیستا مراسم په ډېر ښه ډول پیل شول او د ایرانی ولسمشر او د ایران نورو وزیرانو او ښاغلو په دې مراسمو کې ګډون په ایران کښې د ایران خلکو او مسؤولانو کښې د قرآن د هیلو ځلو ښوونکې دی.
هغه زیاته کړه: د خلکو د پرانیستا مراسمو نه استقبال حیرانه کوونکې وو، چې دا ایرانی مسلمانانو کښې د قرآن سره مینه لرلو بیانوونکې دی.
مرشد عالم د دې سوال چې د دوره پیل کوونکې ایرانیانو هغوی سره اړیکې او د هغوی د مېلمستیا او هغوی نه استقبال څه رنګه وو، په ځواب کښې ؤ ویل: د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلو د پنځم دوره پیل کوونکې کمېټې زمونږ نه استقبال ډېر ښه وو، او د هغوی دا مېلمستیا د دې خبری بیانوونکې وه چې د ایران خلک له قرآن او اهل قرآن سره خاص تړون او هغې ځانګړی مقام لرلو ته قایل دی.
د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم مقابلو د پنځم دورې پرانیستا مراسم پرون مازدیګر د تهران د میلاد برج نړیوال سالون کښې د ایران ولسمشر شتون سره پیل شو.
په دې مقابلو کښې د نړۍ ۴۷ هیوادونو نه ۶۶ شرکت کوونکو د ټول قرآن حفظ او قرائت برخو کښې ګډون وکړو.
http://www.iqna.ir/fa/News/2665219