قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د قرآنی مقابلو قرائت برخې مقدماتې مرحلې نه پس او د ټول حفظ برخې سیمې فائنل نه پس د مقابلو فائنل کښې شرکت کوونکې کسان مشخص شول.
د دې راپور له مخې، د قرائت برخې لپاره وحید خزایی له جمهوری اسلامی ایران نه، محمود محمد ابراهیم محمد کمال الدین له مصر، حسین یوسف سید له لبنان، جائیل نوهیل له مقدونیه او عبدالعلی محمد قاسم الصادقی له عراق نه د فائنل لپاره مشخص شوی.
همدارنګه د ټول حفظ برخې لپاره محمد جواد محمدی مجد له جمهوری اسلامی ایران نه، محمود الکفری له لبنان، محمد عبدالعزیز محمد نیاظی له مصر، عبدالله سادات کاګوهی له اوګاندا او عالم مرشد له بنګلادېش نه فائنل ته را رسیدو کښې کامیاب شوی.
د دې مقابلو فائنل به د دی میاشته ۱۴ تاریخ د اتوار په ورځ مازیګر ۳:۰۰ بجې شروع کېږی، او تر ۸:۰۰ بجې به ادامه لری.
د دې مقابلو ترسره کېدو مراسم به ۸:۳۰ بجې د اسلامی شورا غونډې مشر علی لاریجانی او د تهران شهردار محمد باقر قالیباف شتون سره پیل کېږی.
د مسلمانانو محصلانو قرآنی نړیواله مقابلې پنځمه دوره د دی میاشته ۱۱ تاریخ د جمرات په ورځ د ولسمشر په شتون کښې شروع شوی وو په دې مقابلو کښې تقریباْ د ۴۷ هیوادونو نه ۷۲ شرکت کوونکو ګډون کړی وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/2670432