IQNA

هند کښې د ۲۰۰ قاریانو د حفظ مقابله په کښې شتون

11:48 - January 08, 2015
د خبر لمبر: 2684366
بهرنی څانګه: د قرآن کریم د حفظ او قرائت مقابلې ۱۵ دورې پرانیستا مراسم به د دی میاشته په ۱۵ تاریخ د پیر په ورځ د دهلی نو ښار کښې د خانه فرهنګ ایران له اړخه د ۲۰۰ قاریانو او حافظانو په شتون کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان د عمومی اطلاع ورکوونکې ادارې نه په نقل، په دې مراسمو کښې حجت الاسلام مهدی مهدوی پور هند کښې د ولی فقیه غړی، د خانه فرهنګ مشر علی فولادی، هند کښې د خانه فرهنګ مرستیال احمد عالمی او د نړیواله قاری او د دې دورې فیصله کوونکې د ایران نه ربیعیان او تقریباْ ۲۰۰ قاریانو او حافظانو په کښې ګډون وکړو.

د دې مراسمو په شروع کښې د هند کښې د ایران خانه فرهنګ مشر، په دې مقابله کښې د شرکت کوونکو نوم لیکنې طریقې او د دې مقابله په اړه یو راپور وړاندې کړو.

علی فولادی ؤ ویل: هیله لرم چې دا رنګه مراسمو سره زمونږ له قرآن سره مینه نوره هم زیاته شی او د قرآن ښودو ته په اسلامی ولسی غونډه کښې عملی جامعه ورکولو کښې مرسته وکړی.

له هغه نه پس په هند کښې د انقلاب ستر لارښود غړی حجت الاسلام و المسلمین مهدی مهدوی پور د امام علی علیه السلام یوه خطبه د قرآن او د هغې د تلاوت ارزښت او اهمیت په اړه وړاندې کړه.

هغه ؤ ویل: د قرآن دا نورانی محفل د اسلامی وحدت انځور دی، نن وینو چې دې محفل کښې د هند له مختلفو سیمو نه سنی او شیعه ځوانان قاریان او حافظان ګډون کوی.

په ادامه کښې قاری مظهر الله د دې مقابلو فیصله کوونکو ټولنې غړی د قرآن د اهمیت او ارزښت په حقله ؤ ویل: قرآن یواځې هغه کتاب دې چې د تاریخ په اوږدو کښې له هر قسمه تحریف پاک دی، هم دا کتاب وو چې د عرب جاهلانو نه یی د پیغمبر صلی الله علیه و آله ځلنده صحابه جوړ کړه.

هغه زیاته کړه: نن قرآن هغه کتاب دې چې په نړی کښې له ټولو زیات شمېر لرې او له ټولو زیات مخاطب لری، او له ټولو زیات لوستلې شی.

د ایران نړیواله قاری ربیعیان د دې مراسمو وروستۍ تقریر کوونکې وو چې د دې مقابلې دواړه برخو حفظ او قرائت پیل کېدو اصولو باندې رڼا واچوله.

په دې مقابلو کښې ۶۹ کسان د ټول قرآن حافظان او د درې سوه کسانو نه  ۱۱۴ کسان د قاریانو نه د هند ۱۴ ایالتونو اوتارپرادش، اوتارکند، آسام، بنگال، تلنگانه، چارکند، جامو او کشمیر، دهلی، کارناتاکا، کرالا، ماهاراشترا، بیهار، تامیل نادو او هاریانا نه ګډون کوې دا مقابلې به د دی میاشته ۱۷ تاریخ باندې پای ته رسی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2683109

captcha