IQNA

هند کښې د اسلامی وحدت مقابله پای ته ورسېده

22:26 - January 13, 2015
د خبر لمبر: 2706328
بهرنې څانګه: د اسلامی وحدت مقابله پای ته رسېدلو مراسم د سړو برخه نه ګټونکو معرفی کولو او لمانځلو سره په بمبئی کښې پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د mumbai.icro ویب پاڼه نه په نقل، دا مراسم بمبئی کښې د ایران خانه فرهنګ په مرسته او د امام صادق علیه السلام حوزه علمیه په ایرانیان جومات کښې پیل شو. حجت الاسلام سید باقر فیاض خپل تقریر کښې وحدت د آیت او قرآن په رڼا کښې بیان کړو او دا معارف او نمونې یی د ولس ټولنې او انسان جوړوونکې اسلامی دین نه وګڼل.

د ایران خانه فرهنګ مشر حسنخانی د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د ائمه اطهار علیهم السلام سیره او ویناوې د مسلمانانو ټولنې لپاره ضروری ګڼلو ته اشاره سره تاوتریخوالی، خلک وژل او ترهګرې او د ترهګرو ډله او تکفیری ډله له اړخه زیاتی  د قرآن، پیغمبر صلی الله علیه و آله او ائمه اطهار علیهم السلام د تعلیماتو او ویناوو نه بهر وګڼل.

هغه د اسلامی تعلیماتو نه بې خبری او جهل د افراط او د اسلامی ستونزو اصلی علت وګڼلو او د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمینی له اړخه ښودلې شوی وحدت او یووالی یی د دې علاج وټاکلو چې ټولې اسلامی نړۍ ترې هم استقبال کوی.

د مراسمو پای کښې د ګټونکو ته د حجت الاسلام ناصری له اړخه انعامونه ترلاسه کړل،

په دې مراسمو کښې همدارنګه ځنې طالبان د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په وصف کښې نعتونه او شعرونه وړاندې کړل.

زارع بی عیب چې څو ورځو کښې به بمبئی کښې د ایران خانه فرهنګ مشر شی، د خصوصی مېلمه په توګه دې مراسمو کښې شرکت وکړو او انعامونه ورکولو کښې ګډون وکړو.

دې راپور له مخې د اسلامی وحدت مقابله د خوندی برخه به بمبئی کښې ۲۲ دی پوری ادامه لری او دا رنګه مراسمو کښې به لمانځلې کېږی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2699727

captcha