IQNA

اندونیزیا کښې د امام حسین علیه السلام قرآنی ړومبۍ دوره پیل کېږی

21:45 - January 18, 2015
د خبر لمبر: 2724848
نړیواله ډله: د قرآن ښوونکو ځانګړی ړومبۍ امام حسین علیه السلام قرآنی دوره د امام حسین علیه السلام مقدسې استانه دارالقرآن په مرسته د اندونیزیا پای تخت جکارته ښار کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام مقدسې استانه دارالقرآن اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، دا ړومبنۍ امام حسین علیه السلام قرآنی د قرآن ښوونکو ځانګړی دوره د دی میاشته ۱۶ نه د امام حسین علیه السلام د مقدس استانه دارالقرآن په مرسته د اندونیزیا پای تخت جاکارتا ښار کښې شروع شوی او دا قرآنی دوره به د دی میاشته ۳۰ پوری ادامه لری.

دې قرآنی دوره کښې اوس ۲۳ قرآنی ښوونکې د اندونیزیا مختلفو ایالتو نه شرکت سره پیل کېږی.

اندونیزیا کښې د امام حسین علیه السلام مقدسې استانه دارالقرآن له اړخه پیل کوونکې دورو څارونکې حاج محمد باقر منصوری، په دې اړه وویل: دا دوره د اندونیزیا د مختلفو ایالتونو ۱۴ دینی موسسو او علمیه حوزو شرکت سره قرآنی دورو ته د اندونیزیا نورو ایالتو کښې پراختیا هدف سره پیل کېږی.

هغه زیاته کړه: دا دوره به د تلاوت احکام په نظری او عملی دواړه برخو کښې، د قرآن ښودو او حفظ طریقې، د قرآن دېرشمې سپاری حفظ او د قرآن د غږ او لهجې بنسټ ته شامله وی، دې دوره کښې شرکت کوونکو د اوسېدو د تګ را تګ او د خوراک څښاک ټول خرڅ به د امام حسین علیه السلام مقدس استانه اوچته وی.

یادښتونه، د امام حسین علیه السلام مقدس استانې تېر څلورو کلونو رسې په اندونیزیا او جنوب ختیځې آسیا هیوادونو کښې قرآنی فعالیتونه شروع کړی او هم د دې لړ کښې د امام حسین علیه السلام مقدس استانه قرآنی برخې له اړخه د اندونیزیا پای تخت جاکارتا ښار کښې د دارالقرآن څانګې پرانیستا وشوه.

http://www.iqna.ir/fa/News/2718153

captcha