IQNA

د انګلیس وزیر غرضی لیک باندې د مسلمانانو مشرانو اعتراض

11:53 - January 21, 2015
د خبر لمبر: 2739957
نړیواله ډله: د انګلیس وزیر په یو غرضی لیک کښې د اسلام او ترهګری په اړه د مسلمانانو مشرانو ته لیک لېږلی چې په کښې د هغوی نه جوماتونو کښې د افراطی او ترهګر ډلې سره مقابله کولو غوښتنه کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د تلګراف ورځپاڼه نه په نقل، د انګلیس مسلمانانو مشران او د جوماتونو په سلو امامانو په دغه لیک باندې خفګان ښکاره کړی ځکه چې دا لیک په غرضی توګه هغوی ترهګر او افراطی ډله سره تړلې ګڼلې.

ابراهیم مګرا د انګلیستان د مسلمانانو شورا مرستیال او د لستر جومات امام وویل: تر اوسه چرته یو وزیر دارنګه لیک یو دینی ډلې ته لیکې دې؟

هغه زیاته کړه: دا لیک د ځینې جوماتونو امامانو ته دوه مخې نوم ورکولو سره د هغې توهین کوی، په داسې حال کښې چې مسلمانان د اروپا افراطی ډلې نه را تنګ شوی.

د انګلیس د مسلمانانو اعتراض هغه وخت شروع شول کله چې د انګلیس د انجمنو کارونو او د محلی حکومت وزیر اربک پیکلز ۱۱۰۰ د جوماتونو امامانو او مسلمانانو مشرانو ته لیک ولېږلو او ترې غوښتنه وکړه چې د پارس پېښې نه پس په ښکاره د افراطیان محکوم کړی.

پیکز په دې نامه کې لیکلې: د مسلمانانو مشران باید له نور کله نه په واضح توګه ووایئ چې هغې د انګلیس په تابعیت افتخار کوی، د مسلمانانو ځوانانو ته هم باید وویل شی چې د خفګان ښکاره کولو لپاره نوری لاری هم وجود لری او جهاد د هغوی لپاره فایده نه لری.

د انګلیس مسلمانانو اعلان کړی: دا لیک مسلمانان له نورو نه جلا کوی او هغوی له افراطیانو سره تړون ورکوی.

هغه زیاته کړه: د مسلمانانو مشران چې د تېرو څو کالو نه د ځوانانو ښه تعلیم لپاره لټون کوی، په دې نامه خفه شوی او دا خبرتیا ورکوی چې دا لیک په برېتانیا ټولنه کې د اسلام خلاف احساسات لمسه وی.

د انګلیس د مسلمانانو شورا مشر وویل: د افراطی ډلو اصلی سرچینه انټرنیټ دی نه جومات، دا داسې ستونزه نه ده چې تقصیر یی د جوماتونو او د جوماتونو امامانو په غاړه کړو نو حل به شی.  

http://www.iqna.ir/fa/News/2734387

captcha